سوریې کړکېچ: داعش وسله وال بېرته کوباني ته ننوتي

د انځور حقوق AP
Image caption فعالان وايي د کوباني پر سړکونو مړي پراته دي

فعالان وايي داعش وسله وال له هغه یوه میاشت وروسته، چې د سوریې له کوباني ښاره شړل شوي وو، یو ځل بیا دغه ښار ته ننوتي دي.

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله وايي د ترکیې او سوریې پر پوله پراته دغه ښار مرکزي برخه کې د متقابلو ډزو پایله کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

مخکینۍ جګړې په نړیوالو خبرونو کې د سر ځای نیولی و او یو شمېر کسانو ورته د داعش سمبولیکې ماتې په نظر کتل.

له هغه وروسته داعش د کردي ځواکونو له لوري یو شمېر پرلپسې ماتې وګاللې.

د روانې اونۍ پیل کې د کردانو، پاپولر پروټکشن یونټ ( واي پي جي ) ویلي و، چې دوی د الابیض له نیولو وروسته او د داعش اکمالاتي لارې له پرې کولو پایله کې الرقه کې د داعش له مرکزه دېرش میله لرې د عین عیسی نومي مهم ښارګوټی نیولی دی.

Image caption میاشتې مخکې داعش وسله وال له درنې جګړې وروسته له کوباني په شا شول

د تل ابیض له نیولو او د داعش اکمالاتي لارې له پرې کولو وروسته کرد ځواکونه وتوانیدل ختیځ کې له عراقه بیا لوېدیځ کې تر کوباني پورې د ترکیې پولې اوږدو کې تر خپل کنترول لاندې مرکزونه سره وتړي.

رقه د داعش ډلې خلیفه تش په نوم پلازمېنه ده، چې کال مخکې د شمالي او لویدیځ عراق له پراخو سیمو نیولو وروسته داعش اعلان کړه.

سوریې کې د بشري حقونو څار سازمان مشر رامي عبدالرحمن وايي، داعش ترکیې سره پر پوله د تګ راتګ ځایي ته څېرمه یوه ځانمرګي برید وکړ او له هغه وروسته د ښار منځ کې درنه جګړه پیل شوه، چې وايي اوس مړي پر سړکونو پراته دي.

هغه زیاته کړه، چې نن د پنجشنبې په ګهیځ هم جګړه روانه وه. بل لور ته روغتون چارواکو ویلي، چې تر اوسه لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

دا معلومه نه ده، چې کوباني کې څومره کسان اوسي.

یاد سازمان له کوباني نه ۲۷۰ کیلومتره لرې د شمال ختیځې سوریې الحسکه سیمې په شاوخوا کې هم دوه ځایه د داعش سختې جګړې خبر هم ورکوي، چې وايي درنه مرګژوبله پکې اوښتې.

داعش له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې الحسکه ونیسي.