حبیب الصید:"ګډوډۍ رامنځته کونکي جوماتونه به وتړل شي"

د انځور حقوق B
Image caption له ځینو جوماتونو څخه د پرو پاګند او ترهګرۍ زهر شېندل کېږي

په تونس کې چارواکي وايي، چې د دغه هېواد هغه ۸۰ جوماتونه چې ګډوډۍ تحریکوي د یوې اونۍ مودې کې به وتړل شي.

د چارواکو لخوا دغه اعلان تونس کې پر یوه ساحل له خونړي برید وروسته، چې داعش ډله وايي دوی کړی خپور شوی.

د سوسه سیمې پر ساحل پروني (جون ۲۶) برید کې د یوه سړي لخوا چې په ظاهره سیلانی معلومیده، ۳۸ کسان وژل شوي وو، چې اکثر پکې بهرني سیلانیان وو.

د تونس لومړي وزیر حبیب الصید د دغه هېواد پلازمېنه تونس کې په خبري غونډه کې وویل، چې د حکومت له کنترول نه بهر ځینې جوماتونه د ده په خبره 'زهر' شیندي او دغه جوماتونه به د یوې اونۍ په مودې کې وتړل شي.

نوموړي وویل:"له ځینو جوماتونو څخه د پرو پاګند او ترهګرۍ زهر شېندل کېږي".

د تونس لومړي وزیر وویل، چې دغه جوماتونه به د کورنیو چارو وزارت لخوا وتړل شي.

د لومړي وزیر حبیب الصید پر خبره په پرونۍ پېښه کې ډېر شمېر وژل شوي کسان بریتانیايان وو، خو هغه په دې اړه زیات معلومات ور نه کړل.

په تونس کې د روغتیا وزارت چارواکو په خبره د سوسه سیمې پر ساحل پروني (جون۲۶) برید کې چې پر دوو هوټلونو شوی وو ۳۸ کسان وژل شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت په وینا په دغه پېښه کې ۳۶ کسان ټپیان شوي دي.

د دغې پېښې پړه سخت درېځې ډلې، داعش پر غاړه اخېستې.

د انځور حقوق AP

دغه پېښه داسې مهال وشوه چې په همدې ورځ فرانسه کې پر یوې فابریکې برید کې یو سر پرې شوی مړی ومندل شو او خلیجي هېواد کویت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید له کبله ۲۷ کسان ووژل شول.

په مارچ میاشت کې د تونس په پلازمېنه تونس کې پر یوه موزیم د برید له کبله ۲۲ کسان ووژل شول چې زیاتره وژل شوي کسان بهرني سیلانیان وو چې له دغه برید وروسته په دغه هېواد کې امنیتي اقدامات چټک شول.

بل خوا سختدرېځې 'اسلامي دولت' ډلې خپلو جنګیالیو ته ویلي چې د روژې پر میاشت کې خپلو بریدونو ته زور ور کړي.

ورته مطالب