تونس کې د وروستي برید د غندنې په تړاو لاریون شوی

د انځور حقوق AP
Image caption تونس هېواد کې په دا وروستیو کې د سختدرېځو له خوا د خونړیو بریدو له کبله لاریون ترسره شو

د تونس په شمال ختیځ سوسه ښار کې سلګونو کسانولاریون کړی، دوی دغه لاریون په همدې ښار کې د جمعې ورځې د برید په غبرګون کې کوي.

د رپوټونو له مخې ځینې لاریون کوونکي د بریتانیا بیرغ له ځانه سره لري او دا د بریتانیايي قربانیانو لپاره یو ډول خواخوږي څرګندول دي.

د سوسه سیمې پر ساحل د جمعې په ورځ (جون ۲۶) برید کې د یوه وسله وال کس لخوا برید کې ۳۸ کسان وژل شوي وو، چې اکثر پکې بهرني سیلانیان وو.

د تونس کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه پېښه کې ۳۶ کسان ټپیان شوي وو.

د دغې پېښې پړه سخت درېځې ډلې، داعش پر غاړه اخېستې.

د دغه برید لږ تر لږه ۱۵ قربانیان بریتانیايي وګړي وو او د اروپا د نورو هېوادونو وګړي هم په قربانیانو کې شامل وو.

رپوټونو کې ویل شوي، چې برید کوونکی یو زده کوونکی و چې د اسلامي دولت په نامه ډلې سره یې اړیکې لرل او خپله برید کوونکی هم په دغه پېښه کې ووژل شو.

دا بریدونه داسې حال کې ترسره کېږي، چې د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې د روژې په میاشت کې خپل بریدونه زیات کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دا وروستیو دوو بریدونو کې ۳۸ او ۲۲ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر په کې ټپیان شول. ډیری قربانیان بهرني سیلانیان وو

خو دا پېښه بیا په داسې یوه ورځ وشوه، چې په فرانسه کې پر یوې فابریکې برید شوی و، په دې برید کې برید کوونکی ووژل شو او یو سر پرې شوی مړی د برید په سیمه موندل شوی و او دغه راز ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي هم وو.

بل لور ته په همدې ورځ (جون ۲۶) کویت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات مرګونی برید شوی و او لږ تر لږه ۲۵ کسان پکې وژل شوي وو.

تېره میاشت کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده چې د تونس پر تفریحي مرکزونو کېږي.

په مارچ میاشت کې د تونس پلازمېنه تونس کې پر یوه موزیم د برید له کبله ۲۲ کسان ووژل شول چې ډېری وژل شوي کسان بهرني سیلانیان وو.

له دغو برید ونو روسته په دغه هېواد کې امنیتي اقدامات چټک شوي او ډېری سیلانیان له تونس هېواده د وتلو په حال کې دي.

د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د دغه برید کوونکي مور، پلار، خور او نور دوستان یې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption ډېری سیلانیان له تونس هېواده د وتلو په حال کې دي

مخکې له دې د تونس حکومت اعلان وکړ، چې د دغه هېواد هغه ۸۰ جوماتونه چې ګډوډۍ تحریکوي د یوې اونۍ په مودې کې به وتړل شي.

د تونس لومړي وزیر حبیب الصید د دغه هېواد پلازمېنه تونس کې په خبري غونډه کې ویلي و، چې د حکومت له کنترول نه بهر ځینې جوماتونه د ده په خبره 'زهر' شیندي او دغه جوماتونه به د یوې اونۍ په مودې کې وتړل شي.

ورته مطالب