یونان کې به تر یوې اوونۍ بانکونه تړلي وي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یونان دولت د اقتصادي کړکېچ له کبله پرېکړه کړې چې تر یوې اوونۍ به د دغه هېواد بانکونه تړلي وي

د یونان د مالي کړکېچ له کبله به د دغه هېواد بانکونه او د ونډو بازار به تر یوې اوونۍ نه پرانېستل کېږي.

د یونان لومړي وزیر الیکسیس سیپراس د یکشنبې په ورځ (جون ۲۸) وویل، چې د دغه هېواد بانکونه به اوس نه پرانېستل کېږي. د دغو کاروبارونو بندېدا به لږ تر لږه تر شپږو کاري ورځو پورې ادامه ولري.

ښاغلي سیپراس د اروپا د مرکزي بانک هغه پرېکړه د یونان د ډارولو هڅه وبلله، چې له مخې یې له دغه هېواد سره د بېړنیو مرستو له غځولو انکار وکړ.

ښاغلي سیپراس وروسته له هغه دغه خبرې وکړې، چې د اروپا مرکزي بانک د یکشنبې پر ورځ پریکړه وکړه، چې له یونان سره به بیړنۍ مرستې نه غځوي.

دغه پریکړه وروسته له هغه وشوه، چې د یور زون هېوادونو او یونان ترمنځ خبرو کې د یونان د پور د بیرته ورکړې د نېټې د بدلولو په اړه کومې پایلې ته و نه رسېدل.

نوموړي له خپلو خلکو د ارامۍ غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی پیسې، معاشونه او د تقاعد پیسې به خوندي وي.

مخکې له دې د یونان لومړي وزیر له دیوالي کېدو نه د ژغورل کېدو لپاره د بهرنیو پانګوالو شرطونو منلو یا ردولو لپاره په خپل هېواد کې د جولای په پنځمه د ټولپوښتنې ترسره کېدو غوښتنه کړې وه، چې د دغه هېواد د پارلمان له خوا تایید شوه.

یونان له نړیوالو مالي ادارو او د یورو زون له هېوادونو اووه میلیارده یورو بېړنیز پور ته اړ دی.

که چیرې د جون تر پایه دغه پور تر لاسه نه کړي یونان به له نیم میلیارد نه د ډېرو یورو پخوانی پور نړیوالو پور ورکونکو ته ور نه کړای شي.

د پورنو ادا کولو کې پاتې را تلل به د یونان د اقتصادي ډیوالي کېدو په معانا وي چې له دې کبله به دغه هېواد یورور زون نه هم بهر شي او کېدای شی، چې پایله کې کې له اروپايي ټولنې یې د وتلو لامل هم شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي سیپراس د اروپا د مرکزي بانک هغه پرېکړه د یونان د ډارولو هڅه وبلله، چې له مخې یې له دغه هېواد سره د بېړنیو مرستو له غځولو انکار وکړ

له ډیوالي کېدو نه د یونان ژغورلو لپاره او په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د پاتې کېدو په موخه اروپايي ټولنې څو ځلې غونډې تر سره کړې.

په دغو خبرو او غونډو کې د یونان په شتمنو او کارو باري ادارو باندې د نویو ټکسونو او ځینو نورو معاملو لپاره د نوي وړاندېزونو په تړاو خبرې شوې.

د یونان ټول پور د دغه هېواد د کلني پیداوار شاوخوا دوه برابره ده او کارپوهان په دې بارو دي چې که د دغو ادا کولو لپاره که کوم ګام پورته نه شي نو له لنډې مودې وروسته به یونان ته د نویو پورونو په تر لاسه کولو کې ستونزې رامنځته شي.

ورته مطالب