د يونان لومړی وزير وايي ټولپوښتنه کې د "نه" رايه ورکړئ

د انځور حقوق Getty

د يونان لومړی وزير الېکسېس څېپراس په داسې حال کې ننګوونکې وينا کړې، چې د پيسو ايستلو محدوديتونو د يونان پر بانکي حساب لرونکو زور زيات کړی دی.

ښاغلي څېپراس خپله وينا کې له يونانيانو سره ژمنه وکړه چې د تقاعد او معاشونو پيسې به يې خوندي وي.

له دې وړاندې يې خپلو يوروزون شريکانو ته په يوه ليک کې نوي وړانديزونه ورمخکې کړي وو، او ډېر هغه څه يې له شرطونو سره منلي وو چې د خبرو له نړېدا مخکې پر مېز وو.

جرمني وايي له يونان سره به خبرې له ټولپوښتنې مخکې، چې ښاغلي څېپراس يې د يکشنبې پر ورځ د ترسره کېدو غږ کړی، شونې نه وي.

پور ورکوونکو ته د ښاغلي څېپراس تازه وړانديز په روښانه ډول له يوروزون نه د پور پانګې درېيمې جوپې پر غوښتنې له سلا سره تړلی، چې دوه کاله به دوام کوي، او څه د پاسه ۲۹ ميليارډ يورو ته به رسېږي.

ښاغلي څېپراس د چارشنبې ورځې خپله وينا کې د بانکونو تړل کېدو پر وړاندې "ارامۍ" پر سر له يونانيانو مننه وکړه، او ويې ويل معاشونه او د تقاعد پيسې به يې "نه ورکېږی".

ده په غوسې دا خبره رد کړه چې په پټه غواړي يونان له يورو وباسي، او هغوی چې ده ته یې د تور ګوته نيوله "دروغجن"وبلل.

د يونان بانکونه دا اوونۍ تړلي وو، وروسته له هغه چې د اروپا مرکزي بانکو یې د چلن کرښه کنګل کړه.

د نغدو پيسو ايستلو ماشينونو، د پيسو ايستلو کچه د ورځې تر ۶۰ يورو پورې رسېږي، او د بانکونو بهر اوږدې ليکې جوړې شوې وې.

خو د چارشنبې پر ورځ تر ۱۰۰۰ پورې څانګې بيا پرانيستل شوې وې، چې تقاعد اخيستونکو ته د اوونۍ د ۱۲۰ يورو ايستلو لار پرانيزي، هغوی چې ډېر يې بانکي کارتونه نه کاروي.

هغه ليک چې څېپراس پور ورکوونکو ته استولی و، وايي که يو څه بدلونونه راشي، چمتو دی هغه تړون ومني چې تېره شنبه وړاندی شوی و.

اروپايی بازارونو کې د هغو خبرونو په اړه بيې په چټکۍ لوړې شوې، چې ويل يې يونان ښايي د يوه تړون منلو ته لېواله وي.

يونان د سې شنبې پر ورځ پر ټاکلې نېټه ونه شوی توانېدې چې د پيسو نړيوال صندوق ته ۱،۵ ميليارډ يورو پور بېرته ورکړي.

اروپايي کمسيون د پيسو نړيوال صندوق او اروپا مرکزي بانک ترڅنګ د "ټرويکا" يو پور ورکوونکی دی چې له اتن نه غواړي د پور ژمنتياوو سره ځان سمولو لپاره دې ماليه لوړه او د خير ښېګڼې چارې کمې کړي.