مټي مکونن: د پيغام لېږلو فېنلنډی مخکښ مړ شوی

مټي مکونن چې د اېس اېم اېس، يا لڼدو پيغامونو سيستم بنسټ يې ايښی و، او د پيغام ليکلو نړيواله لېوالتيا يې پيل کړه، د يوې ناروغۍ له امله د ۶۳ کلونو په عمر مړ شوی دی.

مکونن وروسته له هغه د اېس اېم اېس پلار په توګه وپېژندل شو، چې د ګرځند ټليفونونو شبکو له لارې يې د پيغامونو لېږد نظريې ته پرمختګ ورکړ.

له دې لقب سره سره، به دی تل په دې خبره کې ګړندی و، چې په يوازې لاس يې دا ټکونولوژي نه ده اختراع کړې.

په ۲۰۱۲ کال يې د اېس اېم اېس يوه مرکه کې بي بي سي ته وويل چې په يوه نه يوه بڼه به د پيغام لېږل "تلپاتې" چاره وي.

د لومړي پيغام لېږلو ۲۰ مې کليزې پر مهال خبرو کې مکونن وويل دی د اېس اېم اېس پرمختيا يوه ګډه هڅه ګڼي، او دا چې نوکيا ټليفونونو د دې خدمت مشهورولو کې مرسته کړې ده.

ده ويل "د دې خدمت ريښتينی پيل، لکه څنګه یې چې زه ګورم، هغه مهال و چې نوکيا لومړی داسې ټليفون (په ۱۹۹۴ کې نوکيا ۲۰۱۰) وړاندې کړ، چې د پيغامونو اسانه ليکولو توان يې درلود."

جرمو مټيلېنن د فېنلنډ ټېلېکوم ډلې فېنېټ اسوسېيېشن اداري مشر له مکونن سره، چې په خپله د فېنېټ لېمېټېډ اداري مشر و، په وروستيو کلونو کې کار کاوه.

ده مکونن د "ګرځند ټليفونونو صنعت يو لوی مشر سړی" وباله.

مټيلېنن وويل "ډېره خواشينوونکې ده. دی همدې وخت کې تقاعد کېده، او ډېر کلونه ژوند به يې تر مخ وی".

مټيلېنن زياته کړه، له مخابراتي ټکنولوژۍ سره د مکونن مينې مخه نه شوی ډب کېدی.

ده وويل "زموږ به خوښېده چې د اېس اېم اېس او دې ته ورته شيونو، تري جي او داسې نورو په اړه خبرې وکړو، د ده خوښېده چې تل په دې اړه وغږېږي".

سره له دې چې بريتانيا کې د اېس اېم اېس کارېدا مخ بر لوېدو ده، خو په نړيواله کچه لا پر هسکه ده، او هر کال تريليونونه پيغامونه لېږل کېږي.