اندونیزیا: د پوځي الوتکې غورځېدو له کبله ۱۴۱ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه سي ۱۳۰ هرکولیس ډوله الوتکه د سې شنبې په ورځ مدان نومي ښار کې وغورځېده

اندونیزیا کې پولیس وايي د اوسېدو یوې سیمې کې د پوځي الوتکې نسکورېدو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۱ ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، د څلورو ماشنیونو درلودونکې دغه سي ۱۳۰ هرکولیس ډوله الوتکه د سې شنبې په ورځ مدان نومي ښار کې وغورځېده.

الوتکه پر یوه هوټل او دوو کورنو د پاسه وغورځېده، چې اور پکې ولګېد. پولیس وايي الوتکې کې ناست ټول ۱۱۳ کسان وژل شوي او دغه راز پر ځمکه موجود لسګونه کسان هم د الوتکې غورځېدو له کبله وژل شوي دي.

دوی وايي تر اوسه یې د الوتکې غورځېدو له ځایه ۱۴۱ مړي موندلي دي. مرستندویان په سیمه کې د لټون په چارو بوخت دي.

تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی، خو چارواکي وايي له الوت سملاسي وروسته پیلوټ ته د تخنیکي ستونزو له کبله هوايي ډګر ته د بېرته ستنېدو امر شوی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پوځي ویاند بي بي سي ته ویلي، چې الوتکې کې د عملې ۱۲ کسان موجود وو

د پوځ یوه ویاند فواد باسیا په خبره دغه الوتکه د ورځې په ۱۲ بجې او اته دقیقې له پوځي هوايي ډګره والوته او دوې دقیقې وروسته له هوايي ډګره په پنځه کیلومترۍ کې وغورځېده.

پوځي ویاند بي بي سي ته ویلي، چې الوتکې کې د عملې ۱۲ کسان موجود وو.

د نوموړي په وینا دې سره الوتکه کې نور ډېری ناست کسان د پوځیانو خپل خپلوان وو، چې یوې بلې سیمې ته لېږدول کېدل.

اندونیزیا کې له دې مخکې هم د پوځي باروړونکو الوتکو غورځېدو پېښې رامنځته شوې دي. ۲۰۰۹ کال کې یوه سي ۱۳۰ هرکولیس ډوله الوتکه له جکارتا نه ختیځ کې جاوا ته پر لاره وه، چې وغورځيده او ۹۷ کسان پکې ووژل شول.

تېر کې اندونیزیايي هوايي ځواک چارواکو ویلي و، چې د پېسو لږوالي له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.