له ضرب الاجل وروسته به هم ایران سره خبرې روانې وي

د انځور حقوق US DEPARTMENT OF STATE
Image caption ایراني چارواکي وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران اتومي انرژۍ سازمان له مشر علي اکبر صالحي او د ولسمشر روحاني له ورور او سلاکار حسین فریدون سره یو ځای د سې شنبې په ورځ ویانا ته رسېدلی

د ایران او لوېدیځو هېوادونو تر منځ د اتومي هوکړې لپاره د ټاکل شوی ضرب الاجل له تېرېدو وروسته هم د خبرو په روانو ساتلو هوکړه شوې ده.

ایران او لوېدیځو هېوادونو د اتومي هوکړې لپاره په خپله د جون دېرشمه نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه. دیپلوماتان وايي د لومړنۍ هوکړې مهمو شرطونو پر سر هوکړه شوې، چې وايي له مخې یې ایران منلې، چې د یورانیمو بډاینې کچه به دومره کړي، چې پایله کې یې اتومي بم جوړول ممکن نه شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې لا هم یو شمېر مسایل شته، چې باید حل ورته وموندل شي، خو وايي دی باوري دی، چې هوکړه کېدل لا هم شوني دي. د لوېدځوالو اتحاد د هوکړې لپاره د ضرب الاجل له تېرېدو وروسته پر ایران د لګېدلو بندیزونو موده یوې بله اونۍ هم غزولې ده.

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو طاقتونو سره د ایران اتومي پروګرام مسالې پر سر د روانو خبرو وروستي پړاو لپاره ویانا ته رسېدلی دی.

له محمد جواد ظریف سره د ایران اتومي سازمان مشر او د ولسمشر حسن روحاني ورور هم دغه سفر کې ملګري دي. خبرو کې شامل چارواکي وايي دوی داسې تمه نه لري، چې له ټاکلي وخته مخکې به هوکړه وشي، خو وايي خبرو کې ډېر پرمختګ شوی دی.

دې سره د بي بي سي خبریال وايي داسې معلومیږي، چې بریالیتوب لا نژدې نه دی. خبرو کې شامل امریکا، روسیه، برتانیا چین او جرمني ( پي پنځه جمع یو هېوادونه ) وايي، چې ایران باید خپل اتومي پروګرام کې حساس فعالیتونه بند کړي، چې و نه توانیږي اتومي وسله جوړه کړي.

په بدل کې ایران غواړي، چې پرې لګېدلي نړیوال سوداګریز بندیزونه لرې کړل شي او ټینګار کوي، چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دی.

ایراني چارواکي وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران اتومي انرژۍ سازمان له مشر علي اکبر صالحي او د ولسمشر روحاني له ورور او سلاکار حسین فریدون سره یو ځای د سې شنبې په ورځ ویانا ته رسېدلی دی.

له ویانا نه د بي بي سي خبریال جیمز رابنز وايي د پي پنځه جمع یو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې اونۍ ویانا کې په بېلو وختونو خبرو کې برخه واخلي.

بل لور ته د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د جولای میاشتې نهمه کانګریس ته د دغې هوکړې وړاندې کولو لپاره وروستۍ نېټه ده.

که ولسمشر اوباما د جولای له نهمې مخکې دغه هوکړه کانګریس ته وړاندې کړي، د بیا کتنې لپاره د یوې میاشتې وخت ورکول کېدای شي او د دغه وخت لپاره امریکايي بندیزونه لغو کېدای شي.

خو که ولسمشر اوباما دغه هوکړه له دغې نېټې وروسته وړاندې کوي، دغه موده به شپېته ورځې وي.