فېسبوک ويډيو جوړوونکو ته پيسې ورکوي

د انځور حقوق AFP

فېسبوک پتېيلې چې ځينو ويډيو جوړوونکو ته پر خپل سيستم د کلېپونو خپرولو بدل کې پيسې ورکړي.

دغه شرکت د سجېسټېډ ويډيوز يو بهير پيلوي چې د کلېپونو يوه لړۍ به تنظيموي، او اعلانونه به هم پرې خپرېږي.

هغه ويډيوګانې چې خلک يې کتلو ته ډېر راکاږي، له اعلانونو ورغلي عايد ډېره برخه به اخلي، په داسې حال کې چې فېسبوک به يې ۴۵٪ سلنه خپل ځان ته ساتي.

فېسبوک وايي کاروونکي يې د ورځې څلور ميليارډ ځله ويډيوګانې ګوري. يوې کارپوهې ويلي دا چاره يوټيوب ته يو ګواښ جوړوي.

د ای اېچ اېس معلوماتي سلامشورې شرکت د اعلانونو شنونکې اېلېني مارولي وايي "فېسبوک د ويډيو ساحې ته په چټکۍ وردانګي".

دا زياتوي "د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې فېسبوک د لومړي ځل لپاره د کتلو کچه کې له يوټيوب تېر شو، او اټکل کوو چې يوټيوب به له راتلونکي کاله وراخوا ونډې له لاسه ورکړي."

د امريکا اېچ بي او خپرنير شرکت په جون کې په ډاګه کړه، چې ځینې پرګرامونه به يې له فېسبوکه خپروي.

د پيسو دا ورکړه ښايي لا نور خپروونکي وهڅوي چې ويډيويي توليدات يې د فېسبوک له دې برخې خپاره کړي.

په داسې حال کې چې يوټيوب د خپرنيزو مطالبو جوړونکو ته له هغو اعلانونو ترلاسه شوي عايد، چې د دوی له ويډيو مخکې ښوول کېږي، ۵۵٪ سلنه ورکوي، فېسبوک به دا ۵۵٪ سلنه چې دوی يې وړاندې کوي، د څو جوړوونکو ترمنځ وېشي.

مېرمن مارولي وايي "دا يوه ناعادي خبره نه ده، خو ښايي د فېسبوک او يوټيوب ترمنځ د عايداتو جلبولو سيالي وګورو، چې دې برخې ته ويډيو جوړوونکي ورمات کړي."

فېسبوک د ۲۰۱۵ کال لومړۍ درې مياشتنۍ موده کې ۳،۳ ميليارډ ډالره ګټلي، چې ۷۳٪ سلنه يې د ګرځنډ ټليفونونو له اعلانونو وو.

مېرمن مارولي وايي "فېسبوک له حالت سره ډېر ځان سمولی شي. په ۲۰۱۲ کال کې دوی د ګرځند ټليفونونو هېڅ اعلانونه نه لرل. په دوو کلونو کې يې دا چاره د خپلو عايداتو ۶۰ سلنې ته ورسوله."

فېسبوک وايي دوی په امريکا کې د ايفون کاروونکو لپاره د سجېسټېډ ويډيو بهير برخه ازمويي، او د عايد شريکولو ترتيب چارې به سملاسي نه پيلېږي.

په داسې حال کې چې يوټيوب ډېرو کاروونکو ته د عايد په بدل کې د خپلو ويډيوګانو خپرولو لار پرانيزي، فېسبوک وايي د رسنيزو شرکتونو له يوې ډلې سره کار کوي، او د اوسمهال لپاره يې کسان چاڼ کړي دي.

د ويډيو جوړوونکو يوه شونې اندېښنه دا ده چې اوسمهال پر فېسبوک د ويډيو لټون د يوټيوب پرتله خورا سخت دی.

خو مېرمن مارولي وايي پيسې ښايي بيا هم يو پرېکنده عامل وي.

ورته مطالب