د داعش "ځانمرګو امير د امريکا ډرون بريد کې وژل شوی"

د انځور حقوق BBC World Service

د امريکا پوځ وايي د اسلامي دولت نومې ډلې، داعش، يو جګپوړی غړی يې تېره مياشت سوريه کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې وژلی دی.

دوی وايي طارق العوني الحرزي په عراق کې د ځانمرګو بريدونو او له ليبيا نه سوريې ته د وسلو لېږد همغږی کوونکی و.

امريکا د دغه سړي پر سر چې د "ځانمرګو بريدګرو امير" يې بللی، ۳ ميليون ډالر ايښي وو.

اسلامي دولت ډلې لا تر اوسه د ده د مرګ په اړه څه خبره نه ده کړې.

د ادعا له مخې الحرزي د سوريې په شمال ختيځ شديدي ښارګوټي کې د جون پر ۱۶ مه وژل شوی و.

د امريکا د ماليې وزارت وروسته له هغه چې الحرزي يې يو "نړيوال ترهګر" بللی، د بنديزونو نوم لړ کې ايښی و.

فکر کېږي چې ده له بريتانيا، البانيا او دنمارک نه له ورغلو بهرنيو اورپکو سره مرسته کوله.

ده د خپلې ډلې لپاره پيسې هم غونډولې، چې قطر کې مېشت يو بسپنه ورکوونکي له لوري دوه ميليونه ډالر هم په کې وو.

د پېنټاګون يوه وياند ويلي د الحرزي مرګ داعش ته يو لوی ګوزار دی، او دا به يې "سوريې او عراق ته د بهرنيو اورپکو او ترهګرو په ورجلبولو کې د ډلې پر توان اغېز وکړي".

تېر جون پېنټاګون ويلي وو د الحرزي ورور يې د ډرون بريد کې وژل و.

علي الحرزي د ليبيا بن غازی کې د امريکا پر کونلسګرۍ بريد په اړه د پلټنې د پام کس و. امريکا وايي دی د عراق شمال کې د اسلامي دولت د ځواک مرکز موصل کې په ډرون بريد کې وژل و.