د بريتانيا دفاع وزير پر داعش د بمبارۍ اجازه غواړي

د انځور حقوق PA
Image caption د بریتانیا پارلمان عراق کې پر سختدرېځو د بمبارۍ اجازه تېر کال ور کړې وه خو هغه مهال په سوریې د بمباریو په اړه غوښتنه نه وه شوې

د بریتانیا د دفاع وزیر مائیکل فالن به د بریتانیا له پارلمانه په سوریه کې پر اسلامي دولت نومي ډلې د بمبارۍ اجازه وغواړي.

بریتانیا له سپتامبر میاشتې راهیسې په عراق کې د داعش پر هدفونو بمبارۍ کوي، خو د بریتانیا د دفاع وزیر به اوس سوریې کې هم داسلامي دولت هدفونو په نښه کولو لپاره له پارلمانه غواړي چې غور پرې وکړي.

د دفاغ وزیر به پارلمان ته ووايي، چې د دغه کار لپاره هېڅ کوم قانوني خنډ نه شته خو دا هر څه به هاله ترسره کېږي چې د ولس استازي اجازه وکړي.

هغه ښايي دا هم څرګنده کړې، چې د تیونس سوسه ښار ترهګریزو بریدونو په څېر پېښو کې د سوریې داعش ډلې لاس درلودو اندېښنې شته.

لومړي وزیر ډېوېډ کامرون ۲۰۱۳ کال کې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو پر زېرمتونونو د بمبارۍ اجازه غوښتې وه خو بریا یې په برخه نه شوه.

د بریتانیا پارلمان عراق کې پر سختدرېځو د بمبارۍ اجازه تېر کال ور کړې وه خو هغه مهال په سوریې د بمباریو په اړه غوښتنه نه وه شوې. د بي بي سی د سیاسي چارو مدیر نک روبنسن وايي، حکومت یو ځل بیا د سوریې په تړاو په رایو اخیستو کې ماتې ته چمتو نه دی او دا هر څه یوازې د کار ګر ګوند له لوري د ډاډ له تر لاسه کولو وروسته ترسره کېږي.

ورته مطالب