د حلب نیولو ته اسلامپالې ډلې سره یو شوې

حلب ښار له ۲۰۱۲ کال راهیسې د پراخې ویجاړۍ شاهد دی د انځور حقوق Reuters
Image caption حلب ښار له ۲۰۱۲ کال راهیسې د پراخې ویجاړۍ شاهد دی

په سوریه کې د شمالي حلب ښار د نیولو لپاره د اسلامپالو په مشرۍ د حکومت مخالفو ډلو عملیات پیل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، وسله والو د حلب ښار پر هغو سیمو سلګونه توغندي ویشتلي، چې د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.

سوری پوځ هم په ځواب کې بریدونه او بمبارۍ کړې دي.

شنونکي وايي، که چېرې حلب ښار – چې د سوریې دویم لوی ښار دی ـ د حکومت له لاسه ووځي، نو دا به د اسد حکومت ته یو لوی ګوزار وي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ټولنې ویلي، د یاغیانو په یوه برید کې لږترلږه څلور وسي وګړي وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

د وسله والو ایتلاف

د حلب بشپړلو نیولو لپاره د جوړ شوي ایتلاف اسلامپالو غړو ویلي، له دې عملیاتو یې هدف د حلب ښار آزادول او د شریعت حکم واکمنول دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption حلب له تېرو درو کلونو راهسې د جګړې لومړۍ کرښه وه

رپوټونه وايي، د حکومت مخالفو ډلو یو بل نوی ایتلاف جوړ شوی، چې ځان د ''انصار الشریعة'' ډله بولي، چې همدا پر حلب د برید مسؤولیت لري. په دې ایتلاف کې له القاعدې شبکې سره تړلې ''نصرت جبهه'' هم ده.

له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا په سوریه کې د جګړې له پیلېدا وروسته، اوسمهال ښار د وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ وېشل شوی. حلب د سوریې د صنعت او اقتصاد له پلوه یو مهم او مرکزي ښار ګڼل کېږي.

حکومت اوس د ښار پر لوېدیځو برخو واکمن دی، خو ختیځ یې د مخالفو وسله والو په لاس کې دی.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

د ۲۰۱۱ کال مارچ کې د سوریې د شخړې د پیلېدو له ورځې راهیسې تر اسوه تر ۲۳۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

بل خوا، امریکا ویلي، د ''اسلامي دولت'' ډلې یو مشر یې تېره میاشت سوریه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی دی.

د امریکا پوځ وايي، د برید هدف طارق بن الطهار العوني الهارزي و، چې دغې ډلې ته یې بهرني جنګیالي ورجذبول، سوریه او عراق کې یې د ځانمرګیو برید کوونکو د همغږۍ چارې پرغاړه وې.

د انځور حقوق AFP

وړاندې واشنګټن د نوموړي د وژلو پر سر ردې میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

''اسلامي دولت'' ډله دا مهال د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.

له تېر کال راهیسې، د امریکا په مشرۍ او د عربي هېوادونو په همکارۍ ایتلاف په سوریه او عراق کې ددغې ډلې پر وړاندې هوايي بریدونه پیل کړل.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب