فلېپين کې د ډوبې شوې کښتۍ پر څښتن د قتل تور

د انځور حقوق AFP
Image caption که په پېښه کې دغه ۱۹ کسان پړه وبلل شي او د قتل تور پرې ثابت شي نو تر ۴۰ کلونو په بند محکومېدای شي

د فلېپين پوليسو د هغې کښتۍ د څښتن او عملې پر وړاندې د قتل تور دوسيه جوړه کړې چې د چپه کېدو له امله يې لږترلږه ۵۶ کسان ووژل شول.

په کښتۍ کې ۱۷۳ کسان سپاره وو چې دوه ورځې وړاندې (پنجشنبه، جولای ۲) د اورموک له بندر سره نژدې په توپاني اوبو کې واوښته.

د کښتۍ د اووښتو لامل په ممکنه ډول انساني تېروتنه او په بېړۍ کې زياته ګڼه ګوڼه بلل شوې ده.

راپورونه وايي د کښتۍ څښتن دا رد کړې چې ګواکې له حده ډېر کسان يې بار کړي وو، خو د کښتۍ کپتان ويلی بېړۍ د اوبو د سترو څپو له امله چپه شوې ده.

د پولیسو يوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي په دغه پېښه کې د کښتۍ د څښتن او کپتان په ګډون ۱۹ کسان ښکېل بلل شوي دي.

ده ويلي د ابتدايي پلټنو موندنې ښيي چې کښتۍ په ناڅاپي ډول اووښتې ده.

که په پېښه کې دغه ۱۹ کسان پړه وبلل شي او د قتل تور پرې ثابت شي نو تر ۴۰ کلونو په بند محکومېدای شي.

د ځايي رسنيو راپورونه ښيي چې دغه کښتۍ د سيبو ولایت د کاموتز له مرکزي ټاپوګانو سويل لویديځ ليتي سيمې ته روانه وه.

ورته مطالب