سوريه کې چاودنې د النصره جبهې ۲۵ غړي وژلي

د انځور حقوق
Image caption د بشري حقونو څار ډله وايي د سوريې د النصره ټلوالې يو لوړپوړی مشر چې نوم يې نه دی ښوول شوی هم په دغه بريد کې وژل شوی دی

فعالين وايي د سوريې د ادلب په يوه جومات کې چاودنې د النصره جبهې د یوه مشر په ګډون لږترلږه ۲۵ غړي وژلي دي.

د سوريې د بشري حقونو بريتانيا مېشته څار ډله وايي په دغه چاودنه کې چې په اريحا ښار کې شوې لسګونه کسان نور ټپيان دي.

په دغه جومات کې عام خلک هم وو او ښايي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم وخېژي.

د بشري حقونو دا ډله وايي خلک د چاودنې پر مهال په جومات کې د روژه ماتي لپاره راغونډ شوي وو.

تر اوسه د چاودنې انګېزه معلومه نه ده.

د بشري حقونو څار ډلې په خبره د سوريې د النصره ټلوالې يو لوړپوړی مشر چې نوم يې نه دی ښوول شوی هم په دغه بريد کې وژل شوی دی.

اريحا له هغه وړاندې چې په مې ميلادي مياشت کې د ياغيانو لاس ته پرېوځي په ادلب کې د حکومت پياوړی مرکز و.

فعالین وايي دغه ښار د يوه اسلامپالي ايتلاف جيش الفاتح له لوري له چټکو او پرله پسې بريدونو وروسته ونیول شو.

د اريحا له نيولو وروسته د ادلب ولایت ډېرې برخې د ياغیانو تر ولکې لاندې راغلې دي.

اريحا د سوريې له لاذاقيه ښار او ترکیې سره ګډه پوله لري.

له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد پر ضد پاڅون پيل شوی ګومان دا دی چې له ۲۳۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

شاوخوا يوولس نيم ميليونه نور کسان چې د هېواد د نفوسو له نيمایي ډېرېږي له خپلو کورونو وتو ته اړ شوي دي.

ورته مطالب