روغتيا وزارت وايي کانګو ناروغۍ کې زياتوالی راغلی

د انځور حقوق bbc
Image caption د دې ناروغۍ تر ټولو زيات لېږدونکی يوه غڼه ده چې هايلاما نومېږي

د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار بي بي سي ته ويلي چې د روان کال له پيل تر اوسه د دې ناروغۍ ۱۰ پېښې ثبت شوې چې اته کسان ترې وژل شوي دي.

ښاغلي مايار زياته کړه چې د دې ناروغۍ ۳۵ نورې شکمنې پېښې هم ثبت شوې دي.

د دغه ناروغۍ وايروس (Crimean Congo Haemorrhagic Fever- CCHF) له حشراتو او حيواناتو انسانانو ته انتقالېږي.

ډاکتران وايي د دې ناروغۍ نښې د سر درد، لوړه تبه، د ملا درد، د هډوکو درد، د زړه بدوالی، د سترګو سوروالی او د ستوني درد دي.

د دې ناروغۍ په سختو او پرمختللو پېښو کې له پوزې او تر پوستکي وينه بهېږي.

د روغتيا وزارت په وينا وړاندې هم په افغانستان کې د دې ناروغۍ له کبله د مرګ پېښې رامنځ ته شوې دي.

د ښاغلي مايار په وينا په ۲۰۰۷ کال کې يوه پېښه، ۲۰۰۸ کې ۱۲ ثبت شوې چې نهه يې ترې وژل شوي او په ۲۰۰۹ کال کې شپږ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.