"ډبلیو اېچ او بېړنیو پېښو سره د مبارزې وړتیا نه لري"

د انځور حقوق AP
Image caption د ۲۰۱۴م کال په اګست میاشت کې ډبلیو اېچ او اېبولا یوه نړیواله روغتیایي اندېښنه وبلله او له ګڼو هېوادونو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د اېبولا ناروغۍ د یوې څېړونکې کمېټې مشر ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو-اېچ-او) په نړیواله کچه د روغتیا له بېړنیو پېښو سره د مبارزې او مخنیوي وړتیا نه لري.

ډام باربره سټاکېنګ وايي د روغتیا نړیواله اداره د مرګونې اېبولا ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې پاتې راغله چې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان یې ووژل.

د وژل شویو ډیری یې په لویدیځه افریقا کې وو.

خو د مرستندویه ټولنې اکسفام پخوانۍ مشرې ویلي یوازې د روغتیا نړیواله اداره نه ده ګرمه بلکې په ټوله کې زموږ بشري سېستم بنسټيزې ستونزې لري.

دغه راپور به چې د روغتیا نړیوالې ادارې په غوښتنه چمتو شوی نن خپور شي.

ډبلیو اېچ او منلې چې د مرګونې اېبولا ناروغۍ په مخنیوي کې د دوی ګامونه ډېر ورو و خو ویلي یې دي چې د اصلاح یا بیا جوړونې پلانونه په پام کې لري.

د اېبولا ناروغي په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوه.

د انځور حقوق AP
Image caption د اېبولا ناروغي په ۲۰۱۳م کال کې پیل شوه.

د ۲۰۱۴م کال په اګست میاشت کې ډبلیو اېچ او اېبولا یوه نړیواله روغتیایي اندېښنه وبلله او له ګڼو هېوادونو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

اغلې ډام باربره وايي، بدلون ته اړتیا ده.

"موږ به د روغتیا نړیوالې ادارې ته خپلې سپارښتنې وړاندې کړو چې څه ډول کولی شي اړین بدلونونه راولي. زه له یوې داسې ادارې سره کار کوم چې تل له بېړنیو حالاتو سره مخ یو، نو هر وخت په دې فکر یم چې څه ډول د ناوړه پېښو مخنیوی وشي"

ورته مطالب