د حلب ښار ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۵ سوري پوځیان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوس د حلب لوېدیځه برخه د حکومتي ځواکونو کنترول کې ده او ختیځې برخې یې د یاغیانو په ولکې کې دي.

د سوریې حلب ښار یوه ځانمرګي برید کې د حکومتي پوځ او بشارالاسد حکومت پلوي ملېشې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

دغه برید د دوشنبې په ورځ د النصره ډلې اړوند بریدګر د حکومت تر کنترول لاندې سیمې پر یوې پوځي پوستې وکړ.

سوریې کې د بشري حقونو څارونکې ډلې سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس، مشر رمي عبدالرحمن، خبري اژانس اي ایف پي ته ویلي، چې برید ګر په یوه ګاډي کې ناست و او د هغې یتیم خانې مخې ته یې برید وکړ، چې حکومتي ځواکونه یې د مرکز په توګه کاروي.

د نوموړي په خبره له بریده وروسته د یاغیانو او حکومتي پوځیانو تر منځ نښته هم شوې، چې وايي له کبله یې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

النصره له هغو اسلامپاله ډلو یوه ده، چې د پنجشنبې په ورځ یې د حلب په شمالي برخه کنترول تر لاسه کړ.

اوس د حلب لوېدیځه برخه د حکومتي ځواکونو کنترول کې ده او ختیځې برخې یې د یاغیانو په ولکې کې دي.

د ۲۰۱۱ کال په مار چ میاشت کې د بشارالاسد حکومت پر ضد د پاڅون له پیله تر اوسه د سوریې کورنیو جګړو کې له ۲۳۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.