د باندې حاجت لرې کول ښځو ته زيان رسوي

د انځور حقوق ma
Image caption د باندې حاجت لرې کول د هند کليوالو سيمو کې د ډېرو ښځو لپاره عادي خبره ده

يوه نوې څېړنه ښيي هغه ميندوارې ښځې چې د باندې حاجت لرې کوي، ډېر ښايي له وخت مخکې يا هم داسې ماشوم وزېږوي، چې د تشناب کاروونکو ميندو د ماشومانو پرتله يې وزنونه کم وي.

څېړونکو د هند اوريسا ايالت کې د ۶۷۰ ميندوارو ښځو حالت څېړلی دی.

له ګاونډي جرکند ايالت سره په ګډه اوريسا په هند کې د هغو کورنيو لوړ شمېر لري، چې له تشنابونو بې برخې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي په هند کې څه د پاسه نيم ميليارډ وګړي دباندې يا پرانيستې فضا کې خپل حاجت لري کوي.

د کليوالو يا قبايلي ښځو ترمنځ يې ۶۰٪ سلنې چې د ميندوارۍ په لومړيو دريو مياشتو کې پوښتل شوې، ويلي دوی تشنابونو ته هېڅ لاسرسی نه لري، په داسې حال کې هغې ۴۰٪ سلنې يې چې په کور کې يې يو تشناب لاره، نيمو يې ويلي ډېر کم يا يې هم د اوونۍ څو واره کاروي.

دغو څېړونکو په خپلو موندنو کې چې د پلاس ميډيسين جورنال کې خپرې شوې، موندلې نژې يو پر څلورو يې له (اې پي او) يا د ميندوارۍ بدو پايلو رنځېدلې، چې تر ډېره يې له وخت مخکې يا کم وزنه ماشوم زېږونه وه.

سره له دې چې (اې پي او) يا د ميندوارۍ بدې پايلې د کمو هغو ښځو ترمنځ ثبت شوې، چې په منظم ډول يې تشناب کارولی، او څېړونکو ويلي د دوی ترمنځ يې د بدو پايلو لاملونه بيا ښايي نور وي.

کله چې د ژوند حالتونو او بېوزلۍ کچې په څېر نور لاملونه هم د ارزونې له مخې پام کې نيول شوي، دوی موندلې چې د باندې حاجت لرې کول بيا هم د ميندوارۍ بدو پايلو له لوی خطر سره "تړاو" لري.

د انځور حقوق Getty
Image caption د روغتيا نړيوال سازمان وايي په هند کې څه د پاسه نيم ميليارډ وګړي دباندې يا پرانيستې فضا کې خپل حاجت لري کوي

د نېبراسکا پوهنتون طبي مرکز غړي پيناکي پانيګراهي او د دې څېړنې شريک ليکوال ويلي "زموږ د معلوماتو څېړنه ښيي چې ښې روغتيايي چارې د ميندوارۍ پر وخت يو مهمه اړتيا ده".

پر دې جورنال خپرې شوې ليکنه کې څېړونکو ويلي "زموږ پايلې په ځانګړي ډول دا ښيي د کمودونو (ټټيو) لرل د ميندوارۍ بدو پايلو کمښت سره يوازينی تړاو نه لري، خو د کمود کارول يې لري."

دوی ويلي "زموږ بېلګه د هغو ميندوارو ښځو ترمنځ چې کمود لري خو د هغو ښځو پر تله چې هره ورځ يې کاروي، يوازې څو وخته ورځي، د ميندوارۍ بدو پايلو ۷ برابره لوړو شونتياوو اټکل کوي".

له وخت مخکې يا هم کم وزنه زېږون،دواړه ان بيا تر لويوالي پورې د شکر، وينې لوړ فشار او خپګان په ګډون د يو لړ روغتيا ستونزو د خطر له زياتوالي سره تړلی بلل شوي دي.

هند په ۳،۵ ميليونو په نړۍ کې له وخت مخکې زېږون تر ټولو لوړ شمېر لري، او چين بيا په ۱،۱۷ ميليونو په ورپسې ځای کې دی.

لومړي وزير نرېندرا مودي د روغتيايي چارو ښه والی د خپلو لومړيتوبو سر کې بللی، او غواړي د ۲۰۱۹ کال په راتلو په هند کې په هر کور کې يو کمود ولګوي.