د ویتنام د کمونیست ګوند له مشر سره د اوباما تاریخي لیدنه

د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپینې ماڼۍ کې د ویتنام د کمونیست ګوند مشر نوين فو ترانګ د تاریخي خبرو اترو کور به و.

دوه لسیزې مخکې کله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د عادي کولو هڅې وشوې دا لومړی ځل دی چې د دغو هېوادونو مشران سره ویني.

شنونکي وايي، په آسیا کې د چین له پیاوړي کېدو سره امریکا د ویتنام له لارې هڅه کوي خپلمنځي اړیکي غښتلي کړي.

روانه میاشت د ویتنام د جګړې د پای ته رسېدو له څلوېښتم کال سره برابره ده.

ښاغلی اوباما وویل: ''څرګنده ده چې دواړو هېوادونو په شلمه پېړۍ کې له یوه سخت تاریخي پیر څخه تېر شول او لاهم په سیاسي فلسفه او سیاسي نظامونو کې څرګند اختلافونه لري''.

ښاغلي ترانګ دغه خبرې دوستانه، مثبتې او زغردې وبللې.

نوموړي وویل: ''هغه څه چې ارزښت لري دا دي له پخوانۍ دښمنۍ نه په تېردو سره اوس ملګري او کاروباري شریکان یو. زه ډاډه یم چې زموږ اړیکي به په راتلونکې کې را پراخې شي''.

هغه وویل، له ښاغلي اوباما یې ویتنام ته د سفر کولو غوښتنه کړې او د امریکا ولسمشر هم دا بلنه منلې ده.

د سوداګرۍ په اړه خبرې د دغو مشرانو د پروګرام بله برخه وه ښاغلی اوباما هڅه کوي داسې خپلواکه سوداګریزه سیمه جوړه کړي، چې د ویتنام په ګډون به یې ۱۲ هېوادونه غړیتوب ولري.

د دغو مشرانو د سې شنبې ورځې لیدنې په اړه ځینې کسان خوښ نه وو.

یوشمېر کسانو د سپینې ماڼۍ شاوخوا په ویتنام کې د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو لاریون وکړ او ځینو امریکايي قانون جوړوونکو د اوباما پر دې بلنه نیوکه وکړه.

د انځور حقوق AFP

چین د خپل قدرت ښودنې په درشل کې د چین سویلي سمندر کې پر ځینو سیمو دعوا کړې او د ویتنام په ګډون یې خپل ځینې اسیايي ګاونډیان په غوسه کړي دي.

بیجینګ د اسپراتلي په ګډون په ځینو ټاپوګانو کې چې تر یوه حده ویتنام هم پرې دعوا لري نظامي تجهیزات ځای پر ځای کړي.

د دغو ټاپووزمو په چاوخوا کې د تیلو او ګازو زېرمې شته او شاوخوا سیندونه یې د بېړیو مهمې کرښې جوړوي چې د کب نیونې مهمه سیمه هم بلل کیږي.

ورته مطالب