يو درمل چې ښايي د تيونو سرطان وده ټکنۍ کړي

د انځور حقوق PA

ساينسپوهان وايي يو ارزانه او خوندي درمل کېدی شي له نيمو هغو ښځو سره د ژوند په اوږدوالي کې مرسته وکړي، چې د تيونو په سرطان اخته دي.

دغه څېړنه چې په نېچر جورنال کې خپره شوې، په لومړيو پړاوونو کې ده، خو ښيي چې د پروجېسټېرون په نامه د ميندوارۍ هورمون کېدی شي د ځينو ټيومورونو د ودې ورووالي کې وکارول شي.

د بريتانيا او اسټراليا څېړونکي وايي دغه موندنې "ډېرې مهمې" دي، او دوی يې د کلينيکې ازموينو تابيا لري.

د بريتانيا سرطان څېړندوی مرکز ويلي دغه څېړنه "خورا مهمه" ده، او زرګونه ښځو سره مرسته کولی شي.

هورمونونه د تيونو سرطان کې لوی رول لري.

دوی د سرطان پر مخ له "هرمون نيوونکو" سره په نښلېدو سرطاني حجره يا سلول وېشلی شي.

د تيونو سرطان يو تر ټولو بريالی درمل، ټاموکسيفېن، د اويسټروجن هرمون نيوونکي مخه ډب کوي.

"غوره کنټرول"

د پروجېسټېرون هرمون نيوونکو سرطان په لږ مرګوني بڼې پېژندل کېده، خو دا چې ولې، دليل يې روښانه نه و، او د درملنې په توګه نه و سپړل شوی.

اوس د کمرېج پوهنتون، او د اسټراليا اډېلېډ پوهنتون يوې ډلې په لابراتوار کې د سرطاني حجرو يا سلولونو وده څېړلې ده.

دوی ښيي چې د پروجسټېرون نيوونکی او د اويسټروجن نيوونکی دواړه په نژدې ډول سره تړلي دي، او دا چې د پروجېسټېرون نيوونکی د اويسټروجن نيوونکي بدوالی کمولی شي.

سرطاني حجرې يا سلولونه چې په لابراتوار کې يې وده کوله، د يوازې ټاموکسيفېن ورکړې پر ځای يې چې کله په پروجېسټېرون او ټاموکسيفېن درملنه شوې، په نيمه کچه يې وده کړې ده.

د څېړونکو يو تن يې د کمرېج پوهنتون پروفيسور کارلوس کالډاس وويل "داسې ښکاري په دې سره ټيومورونه په غوره ډول کنټرولېږي، خو دا چې د تيونو سرطان ښځو کې دا خبره ثابته کړو، بايد وايې زمويو."

دی وايي "دا ښايي ډېره مهمه وي. د لومړيو وختونو تيونو سرطان سره، د هغو خلکو شمېر زياتېدی شي چې درملنه یې کېږي، او تيونو پرمختللي سرطان کې، چې درملنه يې نه شو کولی، دغه ناروغي تر اوږدې مودې کنټرولولی شو."

دغه څېړونکي د يوې کلينيکي ازموينې په لومړيو پړاوونو کې دي.

شاوخوا ۷۵٪ سلنه ښځې چې د تيونو په سرطان اخته کېږي، په اويسټروجن نيوونکي سره وي، او سلنه ۷۵٪ يې پروجېسټېرون نيوونکي هم لري.

دغه څېړنه ښيي چې نژدې نيمې ښځې ښايي له دې ډول درملنې ګټه واخلي.