يونان ته د پور ورکړې پلان سپارل شوی

د انځور حقوق Reuters

د يوروزون يو جګپوړی چارواکی وايي يونان هغه وړانديزونه ورسپارلي، چې موخه يې د پور درېيمه او خورا مهمه ورکړه او هم له يورو کاروونکې سيمې د وتلو له شونتيا ډډه کول دي.

د يوروګروپ مشر يرون ډيسېلبلوم وويل يوروزون به د شنبې پر ورځ دې پلانونو ته پر ځواب غور کوي.

جرمني په احتياط ويلي، د يونان د پورونو بار کمولو لپاره فرصت ډېر نه دی.

د يونان لومړی وزير الېکسېس څېپراس به دا پلانونه د رايې ورکولو لپاره خپل پارلمان ته هم وړاندې کوي.

په دې وړانديزونو کې ډېر داسې عناصر هم دي چې د تېرې يکشنبې په ټولپوښتنه کې رد شوي وو.

د يونان لومړي وزير دغه وړانديزونه د پنجشبې پر ورځ، چې د وروستۍ نېټې په توګه ټاکل شوې وه، خپلو پور ورکوونکو، د اروپا کمسيون، د اروپا مرکزي بانک او د پيسو نړيوال صندوق ته وسپارل.

د يوروزون د ماليې وزيران د شنبې پر ورځ په بروکسېل کې سره غونډېږي، او د مهالوېش له مخې به د يوروګروپ مشران هم د يکشنبې په ورځ غونډه کوي، چې دوه ساعته وروسته به ورپسې د اروپايي ټولنې سرمشريزه ترسره کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د يکشنبې په ورځ به د اروپايي ټولنې سرمشريزه ترسره کېږي

يوروګروپ د يوروزن وزيرانو يو جوړښت دی، چې د پيسو پر تګلارو سره بحث کوي.

د ايټاليا لومړي وزير ماتيو رېنزې ويلي، هيلمن دی د شنبې پر ورځ به يوه تړون ته رسېدنه وشي، چې ورسره به يې په وينا د يکشنبې غونډې ته اړتيا نه وي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وويل نوي وړانديزونه "جدي او باور وړ" دي، او دا چې "يونيانو په يوروزون کې د پاتې کېدا خپل هوډ ښوولی دی".

خو جرمني چې د کوم تړون په اړه ډېر هيلمن نه ښکاري، ويلي يې دي د نوي پلان په اړه څه نه وايي.

د جرمني يوه حکومتي وياند سټېفن سېبرټ وويل دوی خپل قضاوت ساتي، او پور ورکوونکو موسسو ته په تمه دي چې خپل نظرونه ورکړي.

د جرمني د ماليې وزارت وياند مارتن ياګر وويل جرمني به د پورونو هېڅ کمښت ونه مني، چې دوی ته لا ډېر تاوان رسوي.