د ایران سني ګاونډيان به د بم جوړولو سیالي وکړي؟

د انځور حقوق AP
Image caption دخلیج هېوادونه د امریکا د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د خبرو اترو په اړه اندېښمن دي

د خلیج هېوادونه د ایران او بل اړخ د امریکا د متحدو ایالتونو ترمشرۍ لاندې د نړیوالوځواکونو ترمنځ خبرې اترې په ځیر سره څاري.

د خلیج سني پاچاهي دولتونه د اسراییلوپه شان دایران د اتومي هیلو په اړه اندېښمن دي او وېرېږي چې کېدای شي په راتلونکي کې د ایران د اتومي بم هدف وګرځي.

شیعه – سني اختلاف

د منځني ختیځ زیاتره لانجې، له یمن نه نیولې ترعراق اوسوريې پورې، تریوه حده د اسلام د دوو سترو ډلو، شیعه او سني ترمنځ د لرغوني اختلاف سره تړاو لري.

له همدې امله د سعودي عربستان ترمشرۍ لاندې د ایران سیمه ییز سیالان ایران یو خطرناکه بې ثباته کونکی ځواک ګڼي چې تل دې ته چمتو دی چې د خپلو نیابتي پوځونو لکه د لبنان حزب الله په مرسته د سیاسي مخالفتونو اورته لمن ووهي.

د خلیج زیاتره هېوادونه سني دي چې لږه کې شیعه ګان هم په کې ژوند کوي خو په بحرین کې شیعه ګان اکثریت دي او یو سني شاهي نظام ورباندې حکومت کوي.

بحرین کې سیاسي ناکرارۍ موجودې وې او داسې رپوټونه وو چې شیعه ګان ځورول کېږي او حتي په زندانونوکې شکنجه شوي دي- خو چارواکي دا تورونه ردوي.

برسېره پردې، له تاریخي پلوه ایران یو وخت بحرین د خپلې خاورې یوه برخه باله او د بحرین ځینې شیعه ګان له فارس نه ورغلي، نوځکه بحرین د ایران حالات له اندېښنې سره څاري.

د بحرین د پولیسومشر، جنرال طارق الحسین، یوزیات شمېر ټوپک، مهمات او چاودېدونکي توکي موږته وښودل او ویل يې چې په وروستیو کلونو کې يې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

دی وايي روښانه ده چې ایران په بحرین کې افراطي ډلې لمسوي او هڅه کوي وسلې ورکړي.

دی وايي: “بې له شکه د ایران د مستقیمې اوغیرمستقیمې مداخلې خورا ډېر شواهد شته دي. داسې شواهد لرو چې د ایران انقلابي ساتونکو یا د هغې دننه ځینې عناصرو په بحرین کې د تروریستانو په روزنې، تمویل اوپه کار ګومارلو کې لاس درلودلی.

د ایران ځواکمنېدل

د خلیج هېوادونه د ایران د اټومي خبرو اترو پایلې ښې نه ګڼي.

که لوېديځ سره د ایران خبرې اترې ناکامې شي، ایران به د سنیانو د یو مخالف په توګه پاتې وي او د پخوا په پرتله په لا نورهم چمتو وي چې په سیمې کې د خپلو پیاوړيو نیابتي ځواکونوملاتړ وکړي- نه یوازې د لبنان حزب الله بلکې د عراق شیعه ملیشې هم چې په وسلو ښې سمبالې او ښې روزل شوې دي.

او که د ایران د اټومې خبرو اترو په پایلې کې یو تړون لاسلیک شي او نړیوال اقتصادي بندیزونه لغوه شي، ایران به ډېرې پیسې ترلاسه کړي اوکه وغواړي کولاې به شي پر نیمه پوځي ځواکونو او ملیشوباندې يې ولګوي.

Image caption پداسې حال کې چې د بحرین د نفوس اکثریت برخه شیعه ګان دي، د دې هېواد حاکمه سني کورنۍ احساس کوي چې هېواد يې په ځانګړي توګه له ګواښ سره مخ دی

او البته چې د ایران اټومي هیلې په خپله یوه لویه مسئله ده.

تهران په کلکه انکارکوي او وايي چې زیاتېدونکي اټومي مهارتونه يې د بم جوړولولپاره نه دي.

مخالفین يې ټول د ایران پر دې خبرې شک لري، خو په دې برخه کې په یو نظر نه دي چې که ایران وغواړي اټومي بم جوړکړي نو د دوې غبرګون به څه وي.

په اسراییلو کې له کلونو کلونو راهیسې دا بحثونه کېږي چې د ایران پراټومې تاسیساتو باندې څرنګه له وخت نه مخکې هوايي ګوزارونه وکړي.

ځینې کارپوهان وايي کېدای شي د اسراییلو دا کار د ایرانیانو له خوا د غچ اخیستنې سبب شي، احتمالا د حزب الله په مرسته، او ښايي د ایران اټومي پروګرام یوازې ۳-۵ کاله وځنډوي.

اسراییل په خپله اټومې وسلې لري خو په څرګنده ورباندې اعتراف نه کوي.

د خلیج هېوادونه اټومي وسلې نه لري، خو د بحرین د بهرنیوچارو وزیر شیخ خالد بن احمد الخلیفه په منځني ختیځ کې د اټومې وسلو د خپریدو خطر په اړه یو غمجن خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "بې کنټروله اټومي پروګرام چې اټومې وسلې جوړولاې شي، بې له شکه د وسلو د سیالۍ سبب کېږي. یوازې سعودي عربستان نه بلکې د سیمې نور هېوادونه به هم وغواړي چې دغه ډول توان ترلاسه کړي."

منځني ختیځ کې د اټومې وسلود سیالۍ خطر

په منځني ختیځ کې د اټومې وسلو سیالي د اندېښنې وړده په تېره بیا په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه لکه سعودي عربستان تقریبا بې حده مالي زېرمې لري چې کولاې شي پر اټومي پروګرام يې ولګوي.

خوپه منځني ختیځ او بحرین کې ټول خلک دغو حالاتو ته په یو ډول نه ګوري.

د انځور حقوق AFP
Image caption منتقدینوخبرداری ورکړی چې که ایران سره یو ټینګ او هراړخیزه تړون ونشي کېدای شي د سیمې نورهېوادونه دې ته اړشي چې د اټومې وسلو جوړولو په لټه کې شي

د شیعه ګانو د الوفاق غورځنګ چې د بحرین ترټولوسترسیاسي غورځنګ دی، یومشرغړی، ډاکټر جاسم حسین وايي د غیرشیعه کسانو لپاره ډېره آسانه ده چې ایران ته بد ووايي، خو په منځني ختیځ کې ډېر نورخطرونه هم شته دي.

ډاکټر جاسم حسین وايی: "فکر کوم دا به د ایران په اړه ډېره غیرمنصفانه وي چې یو هېواد ډېر بې انډوله اوخطرناکه وګڼل شي. فکرکوم اصلي ستونزې هغه دي چې د ’ اسلامي دولت’ ډلې سره يې لرو- هغوې په منځني ختیځ کې اصلي خطرونه دي."

نړیوال ځواکونه چې ایران سره خبرې اترې کوي تریوه حده دا مني چې د تهران حکومت خطرناکه دی- ځکه چې هم له خپلو پولو بهر پوځي ډوله ځواکونه تمویلوي اوهم احتمالا اټومي هیلې لري.

داسې یو عمومي احساس موجود دی چې کېدای شي یوه معامله وشي او ایران د نړیوالو بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام محدودول ومني.

په منځني ختیځ کې کله چې خلک په غیررسمي ډول غږېږي تریوه حده اندېښنه ښيي او وايې چې امریکا ښايي ډېره لیواله وي چې ایران سره یوې روغې جوړې ته ورسېږي ځکه چې د اوباما حکومت هڅه کوي یو ډول دپلوماټیکه هوکړه ترلاسه کړي چې د هغه د جمهوري ریاست د دورې د یو تاریخي میراث په توګه ولیدل شي.

د داسې یوې پروسې سمبالول چې ایران بېرته په نړیوال سیاست او سوداګرۍ کې ورګډ کړي ښايي مناسب وګڼل شي خو په منځني ختیځ کې په دې اړه ژورې اندېښنې شته چې ایران به يې په بدل کې څومره شیان ترلاسه کړي.