د سينما نړيوال ستوری عمر الشريف په ۸۳ کلنۍ مړ شوی

د انځور حقوق b

د مصرۍ او نړيوالې سينما ستوری عمر الشريف، چې تر ډېره په کلاسيکو فېلمونو "لارنس اف ارېبيا" او "ډاکټر جيواګو" پېژندل کېده، په ۸۳ کلنۍ مړ شوی دی.

دی چې د مصر په اسکندريه کې زېږېدلی و، دوې ګولډن ګلوب جايزې يې ګټلې وې، او د ۱۹۶۲ کال ډېوېډ لينز حماسي فېلم "لارنس اف ارېبيا" کې يې د شريف علي رول په لوبولو د اوسکار جایزې ته هم نومول شوی و.

بيا يې درې کاله وروسته ورپسې په "ډاکټر جيواګو" فېلم کې په لوبېدو بله ګولډن ګلوب جايزه واخيسته.

په نورو مشهورو فېلمونو کې يې "فني ګرل" يا ساتېرې نجلی، "چي ګيوارا" او "چنګېز خان" دي.

د سږنی کال لومړيو کې يې استازي د دې پخلی کړی و، چې دی په الزايمر ناروغۍ اخته شوی و.

استازي يې سټيو کېنېس وويل: "پر نن له غرمې وروسته د قاهرې په يو روغتون کې د زړه حمله راغله."

دی چې اصلي نوم مېشل شلهوب و، د ۱۹۳۲ کال په اپرېل کې د مصر په اسکندريه کې زېږېدلی و.

عمر الشريف لومړيو کې له خپلې کورنۍ سره په کار پيل وکړ، او ورپسې لندن ته لاړ او هلته يې د ډرامايي هنر شاهي اکاډمۍ کې زده کړې وکړې.

دی لومړی ځل په ۱۹۵۴ کال په "شيطان الصحراء" مصري فېلم کې راڅرګند شو، او په ډېره چټکۍ خپل هېواد کې په يو ستوري بدل شو.

ده په ۱۹۵۴ کال کې د مصر له مشهورې فېلم ستورې فاتن حمامې سره واده وکړ، چې شل کاله یې دوام وکړ، او له دې واده ترې يو زوی طارق پاتې دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption عمر الشريف خپل فلمي کار په ۱۹۵۰ مو کلونو کې په مصرۍ سينما کې پيل کړ
Image caption دی په فني ګرل، يا ساتېرې نجلۍ فېلم کې هم لوبېدلی و
Image caption ده په ۲۰۰۳ کال کې د خپل ټول فلمي ژوند په اړه په وېنېس فېلم فېسټيوال کې د طلايي زمري جايزه وګټله
Image caption وروسته له هغه چې روښانه شوه، په الزايمر ناروغۍ اخته شوی، په عامه ځايونو کې نه ښکارېده