سګرېټ څکاوی ښايي "د شېزوفرېنيا رول ولوبوي"

د انځور حقوق AFP

څېړونکي وايي سګرېټ څکاوی ښايي د شېزوفرېنيا يا رواني ستونزو په پرمختګ کې مخامخ رول لوبوي، او بايد پلټنه يې وشي.

د لندن کېنګز کالج دغه څېړونکې ډله وايي سګرېټ څکوونکي ډېر داسې ښايي چې په لا ځوان عمر کې د ذهني يا رواني بې نظمۍ عادت خپل کړي.

د ۶۱ بېلو څېړنو په اړه د دوی دا ارزونه چې په لانسېټ سايکياټري جورنال کې خپره شوې، ښيي په سګرېټ څکاوي کې نيکوټين کېدای شي د مغزو نظم بدل کړي.

کارپوهان وايي دا يوه "ډېره مهمه خبره" ده، خو په اړه يې بايد لا نوره څېړنه وشي.

سګرېټ څکاوی له اوږدو مودو راهيسې له ذهني ګډوډۍ سره تړلی و، خو تر ډېره باور کېده، چې د شېزوفرېنيا ناروغان ځکه ډېر سګرېټ څکوي، چې غواړي د غږونو اورېدو يا وهمي سوچ له امله يې پر ځان ورغلي فشار کمولو درملنه پرې وکړي.

د کېنګز کالج دې څېړندويه ډلې د ۱۴۵۵۵ سګرېټ څکوونکو او ۲۷۳۱۶۲ هغوی چې سګرېټ يې نه څکول، په اړه د غونډو شويو معلوماتو کرکتنه کړې ده.

څېړنې دې ته اشاره کړې:

  • د ذهنې بې نظمۍ ٪۵۷ سلنه خلکو، چې لومړی ځل د ذهني ناروغۍ څپه پرې راغلې، له وړاندې يې سګرېټ څکول
  • په ورځني ډول سګرېټ څکوونکو د هغوی پرتله چې سګرېت يې نه څکول، دوه برابره ډېره د شېزوفرېنيا پرمختګ شونتيا لرله
  • سګرېټ څکوونکو کې شېزوفرېنيا په منځني ډول يو کال مخکې پرمختګ کړی

روښانه ده چې شېزوفرېنيا په ډېرو سګرېټ څکوونکو کې برمختګ نه کوي، خو څېړونکي باور کوي، چې دا يې خطر زياتوي.

په ټوله کې په عادي ډول د دې حالت پېښېدا په هر سلو خلکو کې يو کس دی، چې په سګرېټ څکولو دوه سلنه زياتېدی شي.

څېړونکو ويلي نيکو ټين د مغزو کيمياوي ډوپامينو کچه بدله کړې، چې دې له وړاندې د ذهني ګډوډۍ پېښېدو کې رول لاره.