د اویغور پرسر د ترکیې او چین ترمنځ ترینګلتیا

ترکیه کې د چین ضد مظاهرو کې د چین بیرغ وسوځول شو د انځور حقوق AFP
Image caption ترکیه کې د چین ضد مظاهرو کې د چین بیرغ وسوځول شو

د تېرو وروستیو لسو ورځو پرمهال په ترکیه کې د چین ضد احساسات په ډېرېدو دي، داسې چې هلته چینايي بیرغ ته اور اچول شوی او پر ځینو چینايي خوړنځیو بریدونه شوي، او داسې ګومان هم کېږي چې په تېروتنې سره په ترکیه کې پر چینايي سیلانیانو بریدونه شوي او د هېواد په لروبر کې د چین ضد لاریونونه شوي.

په ترکیه کې مسلمانان او د چین په لیرې لوېدیځ کې اویغوري مسلمانان له یوه ټبره دي، چې ټینګ کلتوري او دیني ګډ اړیکي سره لري.

تېره اونۍ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل: ''زموږ ولس د هغو رپوټونو په اړه خورا اندېښمن دی، چې ترکي اویغوریان په سینکیانګ ولایت کې له روژې نیولو او نورو مذهبي کړنو منع کړل شوي دي''.

خو چین یې په غبرګون کې ویلي، په سینکیانګ ولایت کې د روژې میاشتې پرمهال دوی د مسلمانانو مذهبي اعتقادونو او نورو مذهبي کړنو ته پوره درناوی لري، چې په وینا یې په دې موضوع کې لوېدیځو رسنیو مبالغه کړې ده:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په چین کې روژه کې پر لږکیو مسلمانانو د بندیز له کبله په ترکیه کې د اویغور په ملاتړ مظاهرې

''هېڅ کوم حکومتي بنسټ او یا کومه بله عامه او یا شخصي اداره نه شته چې هېوادوال یوې مشخصې عقیدې ته اړباسي او یا دا چې باید یو ځانګړی دین غوره کړي، د هېڅ متدین او یا غیر متدین وطنوال پرضد له تعصب او توکم پالنې ګټه نه اخیستل کېږي''.

تېره اونۍ په استانبول کې یوې قهرجنې ډلې خلکو د (نېکمرغه چین) په نوم پر یوه هوټل برید وکړ . د هوټل چلوونکی سیهان یافوز وايي: ''خلک دلته راتګ ته زړه نه ښه کوي، له بل بریده وېره لري. که چېرې موږ د چین حکومت ته احتجاج وکړو، شاید د سفارت مخې ته یې مظاهرې وشي. د احتجاج له کبله باید له تاوتریخوالي ګټه وانخیستله شي''.

ځینې نور داسې رپوټونه هم شته، چې د تېرې شنبې په ورځ استانبول کې د ''خړو لېوانو'' په نوم د ډلې د مظاهرو پرمهال تاوتریخوالی شوی. دغه ډله په ترکیه کې د قومي سخت دریځو د ځوانانو (ایم ایچ بي) ډلې یوه برخه ده.

د چین د سیاحت لارښوده میرای هامیت وايي، څلورو یا پنځو کسانو په چړو پر یوه سیلاني برید کړی:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چینايي سیلانیان ترکیه کې د چین ضد احساس ډېرېدل بابیزه ګڼي

''له موږ یې وپوښتل چې له کوم ځایه راغلي یو، کله مو چې ورته وویل چینایان یو، ټول یې ووهلو. ما او یوه بل ترکي سیاحتي لارښود مداخله وکړه. خو پر موږ یې هم سرپه ونه کړه، زه هم ټپي شوم، خو موږ یې ډېر سخت ټپیان نه کړو''.

میرای هامیت اټکل کوي، شاید برید کوونکي د خړو لېوانو د ډلې اړوند کسان نه وو، او یوازې لارویان به وو.

''پر ترکیه باور کوو''

خو ترکي خبري رسنیو ویلي، د یادې ډلې د قهرېدلو لاریونیانو له خوا ځینې کوریايي سیلانیان په دې ګومان وهل شوي، چې ګني چینایان دي، خو دغه ډله بیا دا تور نه مني.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سیهان یافوز چینایی خوړنځی، چې مخکې برید پرې شوی و

په استانبول کې د ''خړو لېوانو'' ډلې مشر احمد یګیت یلدریم ویلي، شخړې رښتیا هم د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ شوې، خو هېڅ سیلاني ته زیان نه دی رسېدلی او ددوی پرضد یې هم هېڅ ډول شکایت نه دی کړی.

دی زیاتوي''زموږ هېواد ته د هر راتلونکي سیلاني ساتنه زموږ مسؤولیت دی، د هېڅ ډول تاوتریخوالي اجازه به ورنه کړو''.

د دې موضوع په اړه پولیسو هم هېڅ ډول څرګندونې نه دي کړې، خو په استانبول کې د کوریا کونسلګرۍ ویلي، دوی ته هېڅ شکایت هم نه دی شوی او نه هم داسې راپور ورغلی چې ګني په ښار کې پر کوریايي وګړو دې برید شوی وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د (ایم ایچ بي) اړوند سپیرو لېوانو ډلې مشر وايي، د چین ضد لاریونونو کې دوی هېڅ سیلاني ته زیان نه دی رسولی

د ملي حرکت ګوند مشر دولت بهجلي ترکي رسنیو ته ویلي، شاید پر کوم یوه کوریايي وګړي د چینايي ګومان شوی وي.

خو چینايي سیلانیانو په ترکیه کې د چین ضد احساس ډېرېدو په اړه بې پروايي ښودلې ده.

چینایي سیلاني لوکي چانګ ویلي: ''موږ پر پېښو خبر یو، خو له هېڅ ستونزې سره نه یو مخامخ شوي. موږ پر ترکیې باور لرو. ترکي ولس له موږ سره ډېر زړه سواندی دی''.

د چین حکومت په روانه اونۍ کې ترکیه کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې د لاریون سیمو ته نژدې نه شي او نه هم د هغوی انځورونه واخلي.

ولې ږیرې پرېږدئ؟

ترکیه له اویغور نه د تښتېدلو اویغوریانو تر ټولو لوی پناه ځای ګڼل کېږي.

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر پولنت ارینش په ۲۰۰۹ کال ویلي وو، په ترکیه کې ۳۰۰ زره اویغوریان اوسېږي.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې په چین کې اوسېدونکی ترکی اکاډیمسیون او استاد محمد سولیمیز وايي، په تېرو دوو کلونو کې په ځانګړې توګه د اویغور کډه کېدو کچه لوړه شوې ده:

''اویغوریان په چین کې دې له کبله هوسا ژوند نه لري، چې پر مذهبي کړنو یې محدودیتونه لګول شوي. هغه کسان چې تر فشار لاندې دي یا یې زندان تېر کړی، له هېواده وتل غوره ګڼي''.

ترکیې ته د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې یو کډه شوی اویغور وايي، نوم نه شي ښودلی، ځکه چې څو ځلې د چینايي چارواکو له خوا غچ ترې اخیستل شوی او سخت ځپل شوی دی:

''تېر کال د روژې میاشتې په یوه شپه زموږ د کورنۍ نژدې ۵۰ غړي د روژه ماتي لپاره سره راغونډ شوي وو، زما لور راغله چې پوځيانو مو کور کلابند کړی. موږ یې ونیوو او تر ګهیځ پورې یې پوښتنې رانه کولې، او له هر یوه نه یې د خوشي کېدو په مقابل کې زر ډالر غوښتل''.

دی زیاتوي ''کله چې په کور کې له څلورو یا پنځو ملګرو سره کښېنې، کله چې لمونځ کوې، دوی پر هغه ځای ورننوځي او له تاسو پوښتنې کوي. له موږ پوښتي چې ولې ږیرې لرو؟ ولې قرآن تلاوت کوو؟ ولې مو ښځې مخونه پټوي؟''.

دغه اویغوری زیاتوي ''بیا دوی موږ بندي کوي، آن دوی زما ۱۰ کلن زوی هم له خپلو څلورو ملګرو سره بندي کړ''.

دی وايي چې د ویتنام، کمبوډیا، تایلنډ او مالیزیا له لارې یې ترکیې ته ځان رسولی دی.

د انځور حقوق BBC World Service

دغ سړی له خپلې مېرنې او څلورو بچیانو سره د استانبول په یوه فلاټ کې له پنځو نورو کورنیو سره اوسېږي.

د چین حکومت په سینکیانګ ولایت کې پر اویغور ټولنې د بندیزونو په لړ کې پر مذهبي او دیني کړنو هم بندیزونه لګولي. ګوتنیوونکي وايي د چین دا عمل په حقیقت کې د وضعیت خرابولو ته په لوی لاس لمن وهل دي.

''خپل وطن مې یادېږي''

په سینکیانګ کې روژه میاشت په چین کې له وروستیو بریدونو راپدېخوا یوه حساسه میاشت ګڼل کېږي. چین د تېرو دوو کلونو بریدونو- چې سلګونه کسان پکې وژل شوي، پړه نېغ پر نېغه پر اسلامپالو وسله والو وراچوي.

چینايي چارواکي دا نه مني چې ګني په هېواد کې پر مسلمانو لږکیو فشار راوړي.

خو د اویغور یاد اوسېدونکی خپل هېواد ته له ترکیې نه ستنېدو ته زړه نه ښه کوي:

''خپل وطن مې یادېږي، ځکه پکې زیږېدلی او لوی شوی یم. خو په ترکیه کې خوشحاله یم. د آزادۍ احساس کوم. هرڅه مې چې خوښه وي هغه اغوندم. دیني کړنې عملي کوم. خو که چېرې زه چین ته ستون شم، سم لاسي به مې بندي کړي''.