لبنان کې د اسراييلو بې پيلوټه الوتکه پرېوتلې

د انځور حقوق AFP

د لبنان پوځ د اسراييلو د يوې بې پيلوټې الوتکې د را پرېوتو خبر ورکړی دی. د لبنان چارواکي وايي دغه الوتکه د هېواد شمال طرابلس ته نژدې اوبو کې راپرېوتلې ده.

په دې اړه د لبنان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي" نن سهار (شنبې ۱۱ جولای) ۸:۳۰ د اسراييلو يوه بې پيلوټه الوتکه طرابلس ته نژدې په اوبو کې راغورځېدلی ده او پوځ يې په اړه اړين ګامونه پورته کړي دي"

د پوځ په وينا په تېرو دريو اوونيو کې دا د اسراييلو د څار دوهمه الوتکه ده چې د لبنان په خاوره راپرېوتلې ده.

اسراييلو د پېښې په اړه له خبرو ډډه کړې او په دې اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

راپورونه ښيي تېره مياشت يوه بې پيلوټه الوتکه د بقاع دره کې پرېوتلې وه، بيا وروسته اسراييلو د الوتکې له منځه وړلو لپاره پرې هوايي بريد کړی و.