داعش ډلې قاهره کې دايټاليا پر کونسلګرۍ د بريد پړه منلې

د انځور حقوق EPA
Image caption د مصر يوه چارواکي د دې هېواد دولتي رسنۍ ته ويلي چې دا چاودنه د موټر بم په توګه رامنځ ته شوې وه

"اسلامي دولت" ډلې (داعش) په قاهره کې د ايټاليا پر کونسلګرۍ د بريد پړه پر غاړه اخيستې.

د داعش له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې دې ډلې د بريد پړه منلې او له مسلمانانو يې غوښتي چې کونسلګريو او دې ته ورته ځايونو ته دې نژدې نه ورځي ځکه دوی پرې کېدای شي بريد وکړي.

د مصر يوه چارواکي د دې هېواد دولتي رسنۍ ته ويلي چې دا چاودنه د موټر بم په توګه رامنځ ته شوې وه.

د عامي روغيتا وزارت چارواکو په وينا چاودنه کې يو کس وژل شوی او څو نور ټپيان شوي وو.

د سفارت يوه چارواکي د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي چې د چاودنې پر مهال سفارت تړلی و.

مصري امنیتي ځواکونه له اسلامپالو سخت دریځو ډلو سره په جګړه بوخت دي، خو تر ډېره دغه جګړه د سینا ټاپو وزمې پورې محدوده وه.

په مصر کې په تېرو دوو کلونو کې وسله والو لږ تر لږه ۶۰۰ پوليس او پوځيان وژلي دي.

د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې د پوځ له لوري د پخواني ولسمشر محمد مرسي حکومت له نسکورېدو راهیسې وسله والو بریدونو زور اخيستی دی.

دا وروستیو اونیو کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اسلامپاله سخت دریځو ډلو پر وړاندې د پوځي عملیاتو پراخولو ژمنه کړې وه.