د مکسيکو قاچاقبر يو ځل بيا له زندانه تښتېدلی

د انځور حقوق AP
Image caption جوکين ګزمين ته په ۱۹۹۳ کې له نيول کېدو وروسته ورته د ۲۰ کاله بند سزا اورول شوې وه.

د مکسيکو د مخدره موادو مشهور قاچاقبر جوکين ګزمين يو ځل بيا له زندان تښتېدلی دی.

ويل کېږي د بنديخانې کلک امنيت نيول شوی و، خو دی په تېښته بريالی شوی دی. د مکسيکو د ملي امنيت مشر په يوه خبر پاڼه کې دا خبر منلی او وايي ګزمين د ال چپو په نوم پېژندل کېده.

دی د سېنلوا کارټېل چې امريکا ته په لويه اندازه مخدره مواد قاچاق کوي مشر و.

دغه قاچاقبر په ۲۰۱۴ کال کې دويم ځل نيول شوی و چې مکسيکو يې نيونه يوه لويه کاميابې بللې وه.

امنيتي چارواکي وايي کله چې د ګزمين بند خونې ته ورغلل دی هلته نه و.

دوی وايي په اړه يې د پلټنې عمليات پیل کړي او سيمې ته د نژدې هوايي ميدان څخه ټولې الوتنې بندې شوې دي.

ګزمين په ۲۰۱۱ کال کې د مکسيکو له يوې بنديخانې څخه د کاليو په يوه ټوکرۍ پټ او تښتېدلی و.

په ۱۹۹۳ کې له نيول کېدو وروسته ورته د ۲۰ کاله بند سزا اورول شوې وه.

۵۷ کلن ګزمين د مکسيکو په بډيګوارټو ښار کې زېږيدلی و او په ۱۹۸۰ کلونو کې د مخدره موادو په قاچاق کې يوه مشهوره کس وپېژندل شو.

سېنولا کارټل امريکا ته د بېلابېلو مخدره موادو لېږد تر ولکې لاندې لري.

په ۲۰۱۴کال کې له نيول کېدو وړاندې امريکا يې پر سر پنځه ميليون ډالر جايزه ايښې وه.

ويل کېږي دی يو ميليار ډالر سرمايه لري.