د لیبیا ګوندونه' له دولت پرته'د سولې هوکړې ته ورسېدل

د انځور حقوق Reuters
Image caption د لیبیا په ختیځ او لویدیځ کې د دو دولتونو جوړېدل او د واک پر سر دو دواړو ترمنځ جګړو له کبله د 'اسلامي دولت' په څېر ډلو سر را پورته کړ

د لیبیا سیاسي ګوندونو د شنبې په ورځ د ملي یووالي دولت پر جوړوښت هوکړه وکړه، خو په دغه هوکړه کې د هغې ډلې استازو شتون نه درلود کومه چې پر پلازمېنه طرابلس واکمنه ده.

د (لیبیا ګهیځ) په نوم د اسلامپالې وسله والې ډلې چې په طرابلس کې یې خپلسری دولت جوړ کړی دغه هوکړه 'خیانت' وباله.

د لیبیا د بېلابېلو ډلو ترمنځ د سولې په تړاو خبرې د ملګرو ملتونو سازمان په ملاتړ پیل شوې وې.

د فجر لیبیا استازې په دغو خبرو کې ګډون درلود خو د شنبې په ورځ بیا حاضر نه شول چې د سولې هوکړه لاسلیک کړي او د ملي یووالي دولت د جوړولو لپاره ژمنې ومني.

له یوه کال راهیسې چې ددغې ډلې ځواکونو د طرابلس ښار نیولی د دغه هېواد پارلمان چې نړیوال ملاتړ له ځانه سره لري د لیبیا په ختیځ طبرق ښار کې په تبعید کې دولت جوړ کړی دی.

نړیواله ټولنه په طرابلس کې خپلسرې حکومت په رسمیت نه پېژني.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نړیواله ټولنه په طرابلس کې خپلسرې حکومت په رسمیت نه پېژني

د لیبیا په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، د دغه هېواد د ډلو ترمنځ د سولې لومړني هوکړه لیک لاسلیک کیدل له میدانه د ،فجر لیبیا، وتلو په معنی نه دی او دغه ډله کولی شي هر وخت چې وغواړي ملي یووالي دولت سره یو ځای شي.

د مراکش د بهرنیو چارو وزیر چې د سولې د دغو خبرو کوربه و، د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دواړو خواوو د اختلاف اصلي ټکي دا وو چې کومې ډلې باید د کومو دولتي موسساتو کنترول یا واک ولري.

د لیبیا په ختیځ او لویدیځ کې د دو دولتونو جوړېدل او د واک پر سر دو دواړو ترمنځ جګړو له کبله د 'اسلامي دولت' په څېر ډلو سر را پورته کړ.

د سولې د دغې هوکړې پر بنسټ د یوه کال په موده کې به لیبیا کې د ملي یووالي حکومت جوړ شي او د سراسري ټاکنو لپاره به زمینه برابره کړي.

د دغې هوکړې مخالفینو په طرابلس کې د پارلمان مخې ته سره راغونډ شول او د ملګرو ملتونو د سازمان استازو انځورونو ته یې اور ورته کړ.

د انځور حقوق
Image caption د لیبیا سیاسي ګوندونو د شنبې په ورځ د ملي یووالي دولت پر جوړوښت هوکړه وکړه

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا مخکې له دې د اعلامیې په صادرولو سره اعلان کړی و، چې د ،لیبیا کړکېچ پوځي حل لاره نه لري، او ټولې ښکېلې خواوې یې د ملګرو ملتونو سازمان تر څارنې لاندې له یو بل سره مرستې ته وبللې.

ورته مطالب