د ايران د اتومي پروګرام پر سر موافقه وشوه

د انځور حقوق AFP
Image caption امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين، روسيه او جرمني غواړي ډاډه شي چې ايران اتومي وسلې نه جوړوي، خو ايران وايي اتومي پروګرام يې سوله ييز دی

د اتريش په پلازمېنه په ويانا کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ موافقه وشوه.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف دا موافقه ''تاريخي'' بللې ويلي يې دي چې دا به د هيلو يو نوی فصل پرانېزي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د ايران ولسمشر حسن روحاني دغه موافقه يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د ايران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې هرکلی کړی دی.

د دغې موافقې له مخې به پر ايران لګول شوي اقتصادي بنديزونه لرې کېږي او ايران به خپل اتومي فعاليت محدودي.

تر اوسه د ايران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د تړون متن نه دی اعلان شوی، خو ويل کېږي دا متن به په څو ساعتونو کې اعلان شي.

دغې موافقې ته اسراييلو په خپل لومړي غبرګون کې ويلي، چې دا ''يوه تاريخي تېروتنه'' ده.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي: ''اوس د ايران لپاره د اتومي وسلو ترلاسه کولو لپاره ډاډه لار پرانستل شوې او د ايران د اتومي وسلو پر وړاندې پراته ډېری خنډونه لرې شوې دي''.

د ايران د اتومي پروګرام پر سر له تېرې يوې لسيزې راهيسې خبرې روانې دي، چې له تېر کال راهيسې د خبرو دا هڅې چټکې شوې دي.

وړاندې سپينې ماڼۍ ويلي و په ويانا کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ خبرې يوې موافقې ته نژدې شوې، خو لا هم د بحث وړ ځيني ټکي پاتې دي.

امريکا، چين، بريتانيا، روسيه، فرانسه، جرمني او ايران په ويانا کې د ايران د لانجمن اتومي پروګرام پر سر په اوږدو بحثونو بوخت دي.

تمه ده چې پر ايران د نړیوالو اقتصادي بنديزونو له لرې کولو وروسته به په سملاسي ډول ايران خپل اتومي فعاليتونه کموي.

بل خوا د ايران ايسنا خبري اژانس نن (سې شنبه، ۱۴ جولای) وويل ټاکل شوې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره ګډ خبري کنفرانس ورکړي.

تېره ورځ په ويانا کې د ايران د اتومي لانجې د حل په تړاو يوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې بېلابېلې انګېرنې ورکول کېدې.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنيو چارو وزير ويلي و، چې تر سې شنبې وړاندې د ايران او شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ کومه موافقه نه کېږي.

دپلوماتان وايي اوس د ايران يو شمېر لانجمنو موضوعاتو ته د حل لارو موندلو په هڅه کې دي.

ايران غواړي د ملګرو ملتونو له لوري پر دوی د وسلو د پېر او پلور بنديزونه لرې شي او د اتومي وسلو پروګرام يې قانوني بڼه غوره کړي.

بل خوا د سپينې ماڼۍ وياند ويلي چې خبرې د پرمختګ په حال کې دي، خو يوې موافقې ته رسېدو لپاره د بحث وړ ځيني ټکي پاتي دي.

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي چې ايراني مشران بايد ځينې سختې پرېکړې وکړي.

امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين، روسيه او جرمني غواړي ډاډه شي چې ايران اتومي وسلې نه جوړوي، خو ايران وايي اتومي پروګرام يې سوله ييز دی.

ورته مطالب