م.م: پر اېچ ای وي د اخته ۱۵ ميلیونه کسانو درملنه شوې

د انځور حقوق video
Image caption یوه لویه ستونزه لا هم د دغې ناروغۍ په اړه د بشپړ پوهاوي نشتوالی دی چې د نړۍ په بې وزله سیمو کې تر نورو پراخ لیدل کېږي.

د ملګريو ملتونو اېډز اېجنسۍ وايي هغه موخه چې د ۲۰۱۵ کال ترپايه ۱۵ ميليونو کسانو ته د اېچ ای وي درملنه ورسولی شي، له وړاندې ورته رسېدنه شوې ده.

دغه مهم پړاو تېر مارچ، له مهالوېش نهه مياشتې ښه مخکې وهل شوی دی.

دا پرمختګ له نړيوالو هلو ځلو او د افريقا نيمه بېديايي سيمو په څېر ځايونو کې اړمنو کسانو ته د درمل رسولو چارو کې له پانګونې وروسته کېږي.

د ملګرو ملتونو د اېډز اېجنسۍ د نوي راپور له مخې، اېچ ای وي ویروس ته ګټور نړیوال غبرګون نژدې ۳۰ مېلیونه کسان پر دغې ویروس له اخته کېدو ژغورلي او همداراز د دغې ناروغۍ له امله یې د نژدې ۸ مېلیون کسانو د مړینې مخنیوی کړی.

پر همدې مهال په اېچ ای وي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په کلنۍ کچه له ۲.۶ مېلیونو نه ۱.۶ مېلیونو ته راکښته شوی.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې د اېچ ای وي د مخنیوي په برخه کې نړیواله پانګونه له ۴.۸ مېلیاردو نه ۲۰ مېلیارد امریکايي ډالرو ته پورته شوې.

ملګري ملتونه وايي، د چټک او اغېزمن غبرګون دوام ښايي تر ۲۰۳۰م کال د اېډز ناروغي له منځه یوسي خو دوی مني چې په ځینو برخو کې پرمختګ لا هم پڅ دی.

یوه لویه ستونزه لا هم د دغې ناروغۍ په اړه د بشپړ پوهاوي نشتوالی دی چې د نړۍ په بې وزله سیمو کې تر نورو پراخ لیدل کېږي.

ورته مطالب