سرتاج عزیز: "د افغان سولې وروستۍ خبرې لویه لاسته راوړنه بولم"

Image caption دا په ۱۴ کلونو کې لومړی وار و چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وشوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو لپاره د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز بي بي سي ته ويلي اسلام اباد سره نژدې د مري په ښارګوټي کې تېره اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو کي طالب استازو د رهبري شورا (مشرتابه) په خوښه ګډون کړی وو.

دا په ۱۴ کلونو کې لومړی وار و چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وشوې.

له خبرو اترو وروسته قطر کې د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم ویلي و چې د قطر دفتر په دغو خبرو کې ګډون نه و کړی.

خو د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز هيله څرګند ه کړې چي د قطر دفتر به هم خبرو کي ګډون وکړي.

دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د دغو خبرو د لومړي پړاو له پایلو خوښ دی که څنګه ښاغلي عزيز وويل

"هو، دا لومړی ځل و چې د طالبانو او افغان حکومت خبرې اترې وشوې. بله مهمه خبره دا چې دا خبرې پټې نه بلکې ښکاره وې، نو زه دا ډېر ښه پیل بولم"

نوموړي د سولې دا وروستۍ خبرې اترې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

د سولې خبرو کې د پاکستان د رول په اړه هغه وويل

"پاکستان د دغې پروسې په اسانولو کې مهمه ونډه لرلې ده. د طالبانو له مشرانو سره یې خبرې وکړې او هغوی یې خبرو اترو ته قانع کړل"

د سولې په خبرو کې د طالبانو د قطر دفتر د ګډون په اړه ښاغلي عزير وويل

"هیلې شته، قطر کې طالبان دفتر لري نو چې د طالبانو شورا څه فیصله وکړي هغوی به یې مني"

ورته مطالب