افغانستان، خليج او ډېرو اسلامي هېوادونو کې جمعه اختر دی

د انځور حقوق epa

افغانستان، سعودي، اماراتو، قطر، بحرين، کويت په ډاګه کړې چې جمعه (د جولای ۱۷ مه) کوچينی اختر او د شوال مياشتې لومړۍ نېټه ده.

په افغانستان کې سترې محکمې ويلي د سعودي د اعلان له مخې جمعه د اختر لومړۍ ورځ ده.

د سعودي شاهي ديوان بيا په يوه اعلاميه کې ويلي سترې محکمې يې پرېکړه چې جمعه د کوچيني اختر لومړۍ ورځ ده.

د سعودي شاهي اعلان کې راغلي "دا چې يو شمېر عادلو شاهدانو دا (د پنجشنبې) شپه په يو شمېر ولايتونو کې د شوال مياشتې ليدلو ګواهي ورکړې" نو د پيغمر صلی الله عليه وسلم د وينا له مخې پرېکړه کوي چې د جمعې ورځ د شوال لومړۍ ده.

يو شمېر نور هېوادونه قطر، امارات، بحرين، کويت، اندونيزيا، ماليزيا او هم په اسټراليا، چين، جاپان، جنوبي کوريا، ترکیه او د بلقان يو شمېر هېوادونو کې هم مسلمانان د جمعې پر ورځ اختر لمانځي.

په داسې حال کې چې عمان او برونای بيا ويلي دا چې مياشت يې نه ده ليدلې نو جمعه د روژې وروستۍ او شنبه بيا د اختر لومړۍ ورځ ده.

سږنی کال د مځکې شمالي نيمه کره په تېره بيا شمالي اروپا او امريکا کې ورځې خورا اوږدې وې، او ځينو هېوادونو کې ورځ له شلو ساعتونو اوښته، خو د تېر په څېر سږ کال هم د روژې مياشت ۲۹ ورځې شوه.

ورته مطالب