پاکستان د "هندۍ بې پیلوټه الوتکې" د ویشتلو ادعا کړې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هند د پوځ د ویاند په حواله په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي "ځینې رپوټونه خپاره شوي چې ګني د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه بې پلیوټه الوتکه لوېدلې، ‌د هندي پوځ هېڅ‌داسې الوتکه نه ده لوېدلې."

پاکستاني پوځ ادعا کړې چې د کشمیر په شخړمنه سیمه کې یې د هند یوه بې پیلوټه څارګره الوتکه راغورځولې ده.

پېښه څو ورځې تر هغه وروسته رامنځ ته شوې، چې د هند لومړي وزیر نرندرا مودي او د هغه پاکستاني سیال نواز شریف روسیه کې د شانګهای سرمشریزې په څنډو کې سره وکتل.

د هند پوځ او هوايي ځواک دا خبر رد کړی چې ګني د دوی کومه څارګره الوتکه دې کشمیر کې راغورځول شوې یا لوېدلې وي.

پر کشمیر د هند او پاکستان دواړو دعوه ده،‌ چې له څه باندې ۶۰ کلونو راهیسې پرې دواړو هېوادونو جګړې هم کړې دي.

په ۲۰۰۳ کال کې اوربند وشو، خو دواړو ګاونډیانو یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړ.

د پاکستاني پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي "د هند یوه څارګره الوتکه د پاکستاني ځواکونو له خوا ویشتل شوې ده،‌ دا الوتکه د پاکستان سرحد ته تر ننوتلو وروسته ویشتل شوې ده.‌ دا الوتکه د هوايي ځواک د عکاسۍ لپاره کارول کېده."

د پاکستان پوځ ددغې پېښې په تړاو په اسلام آباد کې د هند استازی هم د وضاحت لپاره احضار کړی دی.

خو د هندي پوځ ویاند د پاکستاني پوځ دا رپوټ رد کړی دی.

د هند د پوځ د ویاند په حواله په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي "ځینې رپوټونه خپاره شوي چې ګني د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه بې پلیوټه الوتکه لوېدلې، ‌د هندي پوځ هېڅ‌داسې الوتکه نه ده لوېدلې."

د هند د هوايي ځواک ویاند هم دا خبر رد کړی چې ګني ددوی کومه الوتکه دې لوېدلې وي.