چین ۹ بریتانویان د "ترهګریزو وېډیوګانو د خپراوي" په تور‌ نیولي

د انځور حقوق EPA

چینايي چارواکو د بهرنیانو د نیونې په لړ کې نهه بریتانویان هم نیولي دي، چې د "ترهګریزو وېډیوګانو د خپرولو" تورې ورپورې شوی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اوس اوس د شپږو بریتانویانو پر ایستلو بوخت دی.‌

خو لاهم درې برتانویان په چین کې بند دي، په دوو نورو نیول شویو کې یې یو د بریتانیا او بل د سوېلي افریقا تابعیتونه لري.

له ۲۰ کسانو د سیلانیانو یوه ډله چین ته تللې وه،‌ چې د جولای پر لسمه د منګولیا په اوردوس سیمه کې ونیول شول.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ددغو کسانو د نیولو په اړه څېړنه کوي.

په اوردوس ښار کې ل بهرنیانو سره د تعامل اړوند یوه چارواکي چانګ شي وویل دغه کسان له دوی سره بندیان دي "ځکه چې د سخت دریځو وېروونکې وېډیوګانو یې خپرولې او کتلې،‌ همدا وو چې دغه کسان ونیول شول".

شي زیاتوي بریتانوي کونسل دغه کسان په زندان کې وکتل.‌

په چین کې د چینا اودیسا ټورز په نوم توریستي نمایندګۍ ویلي، دغه کسان له دوی سره په یوه سفر تللي وو.‌

په سوېلي افریقا کې یوې خبریه ټولنې ویلي، د ځینو نیولو شویو کورنیو له نیول شویو خپلوانو سره اړیکي نیولي او د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.‌

ویل کېږي چې یو هندی هم نیول شوی.‌

د سې شنبې په ورځ د بریتانیا، سوېلي افریقا او چین د حکومتونو استازي سره غږېدلي چې ۱۱ کسان خوشي شي. خو تر اوسه هېڅ کوم یوه ته په رسمي توګه د تور ګوته نه ده نیول شوې.