د نایجېریا اختر بمي چاودنو کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي

د انځور حقوق EPA

د نایجریايي چارواکو په وینا، د دغه هېواد په شمال ختیځ ښار ګومبي کې دد دو چاودنو له کبله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او په لسګونه نو ر ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، چاودنې په داسې مهال کې شوې چې مسلمانان د اختر په تیاري بوخت وو.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

په مې میاشت کې د محمد بخاری واک ته له رسیدو سره سم د بوکو حرام ډلې په بریدونو کې زیاتوالی راغلی.

د دغو بریدونو په اړه د بوکو حرام ډلې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

په بازار کې یوه سوداګر علی ناصر ای ایف پی خبري اژانس ته ویلي:"پر ځمکه مې مړي ولیدل چې پراته وو، پلورونکو او اخیستونکو هم د مرستې په کارونو کې برخه واخیسته".

بوکوحرام ډلې مخکې هم د ګومبي ښار په بازارو نو کې بریدونه ترسره کړي دي.

تېر کال سخت دریځو په شمال ختیځ کې ځینې سیمې ونیولې چې د خلافت اعلان یې په کې کړی و.

د نایجریا پوځ د ګاونډیانو د ځواکونو په مرسته ډیری سیم بیرته تر خپل کنترول لاندې را وستې خو په دا وروستیو کې ځانمرګي بریدونه په کې زیات شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان پر بنسټ د ۲۰۰۹ کال راهیسې چې د بوکوحرام ډله رامنځته شوې شاوخوا ۱۷ زره کسان وژل شوي چې وژل شوي کسان زیاتره ولسي وګړي دي.

ورته مطالب