فعالان:‌ د "اسلامي دولت" ماشوم جنګیالي د سوري افسر سر غوڅ کړی

د انځور حقوق AP

د سوریې د بشري حقونو د څارې ډلې د جمعې په ورځ وویل، داسې یوه لومړنۍ پېښه یې ثبت کړې‌ ده،‌ چې د ''اسلامي دولت'' ډلې له خوا یو ګومارل شوی جنګیالی ماشوم د یوه سوري افسر سر غوڅوي.

یاد ماشوم یو له هغو سلګونو ماشومانو څخه دی، چې د 'خلافت زمریان' په نوم د ''اسلام‍ي دولت'' له لوري ډله کې ګومارل شوي، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي.

دغه ماشومان د هغو سیمو مدرسو،‌ جوماتونو او عامو ځایونو کې ګومارل شوي چې دغه ډله پرې واکمنه ده.‌

دغو ماشومانو ته پوځي او عقیدوي روزنې ورکول کېږي.

د دغې ډلې له خوا د سوری په حمص ولایت کې یوه خپره شوې وېډیو کې لیدل کېږي چې یو تنکی ځوان پوځي کالي لري، په یوه لاس کې یې د یوه انسان سر او بل لاس کې یې په وینو ککړه چړه ده.‌

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي،‌ دغه افسر چې سر یې غوڅ شوی، په تېرې مې میاشت کې ''اسلامي دولت'' ډلې په تدمر ښار کې نیولی و.‌

نوموړی وايي ''دا لومړی ځل دی چې یو ماشوم پکې د یوه انسان سر غوڅوي.''

بل خوا،‌ رویټرز خبري آژانس د سوري پوځ‌ د یوې سرچینې له قوله ویلي، ډګروال محسن مخلوف تدمر ته څېرمه په صحرا کې د ''اسلامي دولت'' ډلې به یوه څو (کمین) کې وژل شوی دی.

د ویلو ده چې د سوریې پوځ له ''اسلامي دولت'' نه د تدمر ښار د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو چمتووالی نیسي.

ورته مطالب