سوېلي افریقا کې د اورګاډو ټکر تر ۳۰۰ ډېر کسان ژوبل کړي

د انځور حقوق ER24

د سوېلي افریقا جوهانسبرګ ښار ته څېرمه د دوو اورګاډو د ټکر پایله کې تر ۳۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

سرچینو بي ب‍ي سي ته ویلي، پېښه د تېرې جمعې ورځې ماښام د جوهانسبرګ سوېليي بویسنس تمځي ته څېرمه شوې ده.

د ER24 په نوم د بېړنیو خدمتونو ادارې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، تر اوسه د پېښې له کبله څوک نه دي مړه شوي.

سرچینه وايي، د ځینو ټپونه ژور او د ځینو سربېرن دي.

چارواکو د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده، خو تر اوسه یې د ټکر کوم څرګند لامل نه دی اعلان کړی.

په جوهانسبرګ کې د بېړنیو خدمتونو ادارې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د اور وژنې مامورین لاهم په سیمه کې د ټپیانو او ژوبلو شویو کسانو لټون او مرستې ته دوام ورکوي.

ویل کېږي یو روان اورګاډی له بل ولاړ هغه سره ټکر شوی.

رپوټونه وايي په ټپیانو کې ماشومان هم دي.