غزه کې د حماس چارواکو پر موټرونو بريدونه شوي

Image caption تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړ ه پر غاړه نه ده اخيستې

د راغلو راپورونو له مخې په غزه کې د حماس چارواکو پر موټرو پنځه بريدونه شوي.

د غزې ښار په دغو چاودنو کې دوه کسان سرسري ټپيان شوي دي.

په تېرو څو اوونيو کې "اسلامي دولت" ډلې د حماس مشرانو ته ګواښونه کړي.

په غزه کې يوې ورځپاڼې د حماس ډلې د مشر ابو حمر له خولې وايي، "اسلامي دولت ډله د دې پېښې پړه پر غاړه لري"

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړ ه پر غاړه نه ده اخيستې.

تېره مياشت د اسلامي دولت ډلې له خوا يوه ويډيو خپره شوې وه چې په کې يې حماس ډلې ته ګواښونه کړي وو او دغه ډله يې "حماس ظالمانو" په نامه يې ياد کړي وو.

"اسلامي دولت" ډلې په ويډيو کې ويلي چې به غزه نيسي.

ويل کېږي په غزه کې ځينې خلک د اسلامي دولت ډلې سره ملاتړ لري. حماس پرې تور لګوي چې د غزې په بريدونو کې ځای لري.

په تېرو څو اوونيو کې د "اسلامي دولت ډلې" يو شمېر ملاتړي نيول شوي دي.