کمېرون: بريتانيا به له امريکا سره د "اسلامي دولت" ډلې له منځه وړلو کې مرسته وکړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دوه کاله وړاندې د بريتانيا پارلمان په سوريه کې د پوځي عملياتو غوښتنه رد کړې وه

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمېرون ويلي بريتانيا غواړي له امريکا سره د "خلافت" له منځه وړلو کې چې د اسلامي دولت ډلې له خوا جوړ شوی مرسته وکړي.

د امريکا له (اېن بي سي) تلويزيون سره په خبرو کې ډېوېډ کمېرون وويل چې دی غواړي، بريتانيا په دې اړه نوره همکاري هم وکړي خو په دې اړه د پارلمان مرستې ته اړتيا لري.

دوه کاله وړاندې د بريتانيا پارلمان په سوريه کې د پوځي عملياتو غوښتنه رد کړې وه.

د دفاع پخوانی مشر لارډ رېچرډز وايي د "اسلامي دولت" ډلې له منځه وړلو کې يوې نوې ستراتېژۍ ته اړيتا ده، دی وايي کېدی شي په نژدې راتلونکي کې ځمکني ځواکونه د جګړې لپاره ولېږل شي.

ويل کېږي ډېوېډ کامېرون به د دوشنبې پر ورځ د بريتانيا ځوانانو ته چې د اسلامی دولت ډلې سره د يو ځای کېدو هيله لرلي خبرې وکړي.

ده زياته کړه "که چېرې ته ماشوم يې ستا ذهن به در خراب کړي، ستا بدن سره به بمونه وتړي او چاودنه به درکړي. که ته نجلۍ يې دوی به دې غلامه او ناسم چلند درسره وکړي"

دی وايي موږ د"اسلامي دولت" ډلې په اړه بحث او خبرې کوو او غواړو په دې اړه د اپوزسيون همکاري هم له ځانه سره يو ځای واخلو.

له بي بي سي سره په خبرو کې ډېوېډ کمېرون وويل پوځي مشران بايد د داعش (اسلامي دولت) ډلې له منځه وړلو ستراتيژۍ "يو ځل بيا" غور وکړي، دغه اوسنۍ پلان کار نه ورکوي.

د ځايي ځواکونو روزل او سمبالول چې دغه پېچلی جنګ پر مخ بوځي، کامياب وي خو په دې اړه چې کوم کار کېږي نيمګړی دی.

ويل کېږي، ښاغلي کمېرون به په خپلو خبرو کې د اورپکو او سخت دريځو ډلو پر وړاندې د بريتانيا ستراتيژي هم اعلان کړي.