سوریه کې درې اسپانوي خبریالان ''تښتول شوي''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې شمال ختیځ حلب په هغه سیمه کې چې خبریالان تښتول شوي، ''اسلامي دولت'' تېر کال ونیوه.

اسپانوي رسنیو ویلي، په سوریه کې درې خبریالان تري تم شوي، چې غالباً تښتول شوي به وي.

د تري تم شویو خبریالانو نومونه (انتونیو بامبلیجا، خوسېه مانویل لوپیز او انخیل ساستري) ښوول شوي، چې ویل کېږي په حلب ښار کې یې کار کاوه.

له دوی سره اړیکه وروسته تر هغه غوڅه شوې، چې د ترکیې له لارې د سوریې خاورې ته د جولای پر لسمه ننوتل.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی ته د خبریالانو د تري تم کېدو خبر ور رسېدلی دی.

د اسپانوي خبریالانو د ټولنې مشرې الیسا ګونزالیس ویلي ''نه پوهېږو چې دوی یوځل تښتول شوي که څنګه، خو یو کال وړاندې هم په دې سیمه کې درې نور خبریالان تښتول شوي و.''

د سوریې شمال ختیځ حلب په هغه سیمه کې چې خبریالان تښتول شوي، ''اسلامي دولت'' تېر کال ونیوه.

په حلب کې د سوري ځواکونو او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ له تېرو درو کلونو راهیسې جګړه روانه ده، چې دغې جګړې د زرګونو کسان ژوند واخیست او د لرغوني ښار نژدې ۶۰ برخه یې ویجاړه کړې ده.