له سوریې سره پر پوله دوه ترکي پولیس وژل شوي

د انځور حقوق AFP

له سوریې سره پر پوله د ترکیې په سوېل ختیځ کې دوه پولیس په یوه برید کې وژل شوي.

د ترکیې اېڼ ټي وي تلوېزیون د شانلي د چارواکي له قوله ویلي، برید د ترکیې سوېل ختيځ رأس العین ښار کې شوی دی.

عزالدین کجک پخپلو څرګندونو کې ویلي: ''نه پوهېږو آیا دغه برید له ترهګرۍ سره کوم تړاو درلود او که نه.''

دغه برید په سوروچ، چې له سوریې سره ګډه پوله لري، له یوه خونړي برید چې لږترلږه ۳۲ کسان پکې ووژل شول او تر ۱۰۰ ډ‌ېر نور ټپیان شول، دوه ورځې وروسته شوی.

چارواکو د دغه خونړي برید پړه نېغ په نېغه پر ''اسلامي دولت'' ډلې واچولې، چې وايي دا ډله هاخوا د سوریې پر پوله له کردي ځواکونو سره جنګېږي.

چارواکو وېره ښودلې، شاید ''اسلامي دولت'' په سوروچ کې دا برید په ترکیه کې له دې ډلې سره د تړاو په تور د نیول شویو شکمنو کسانو د غچ اخیستو په مقابل کې کړی وي.

وړاندې په ترکیه کې د ډېرو هغو ۳۲ کسانو د جنازې مراسم ترسره شول چې سوریې سره پر پوله د سوروچ په ښارګوټي کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې وژل شوي وو.

دا د ترکیې پر خاوره د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

ورته مطالب