د مصر نیل سیند کې ۱۹ کسان مړه شوي

Image caption د ډوبې شوې بېړۍ ایله شپږ سپرلۍ ژغورل شوي

د مصر پلازمېنې قاهرې په شمال نیل سیند کې د یوې مسافر وړونکې بېړۍ د ټکر او ډوبېدو پېښه کې لږترلږه ۱۹ کسانو ساه ورکړې ده.

د مصر د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، بېړۍ د الجیزه ولایت په الوراق سیمه کې د شپې د سفر پرمهال ډوبه شوې ده.

ویل کېږي، بېړۍ د نیل اوبو کې له یوې بار وړونکې بېړۍ سره ټکر شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د نیل په اوبو کې د مړو شویو او ورکو کسانو لټون روان دی.

عیني شاهدانو او ژغورل شویو ویلي، په ډوبه شوې دې کوچنۍ بېړۍ کې لسګونه کسان سپاره وو او د شپې مهال یې سفر کاوه.

چارواکو ایله شپږ کسان ژغولي دي.

امنیتي سرچینو فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، پولیسو د بار وړونکې بېړۍ چلوونکی نیولی دی.

فرانس پرېس زیاتوي، په ډوبه شوې بېړۍ کې ماشومان هم سپاره وو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption رپوټونه وايي، په ډوبه شوې بېړۍ کې ماشومان هم وو.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مسافر وړونکې بېړۍ له یوې بار وړونکې بېړۍ سره جنګېدلې او ډوبه شوې ده.