نواز شریف مودي ته یو کرېټ امونه استولي

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption وړاندې هم پر داسې مهال پاکستاني لومړي وزیر د هند لومړي وزیر ته د ډالۍ په توګه امونه استولي وو، چې پاکستان کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې وې.

د پاکستان لومړي وزیر محمد نواز شریف د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته امونه د ډالۍ په توګه استولي دي.

د هند رسمي خبري آژانس ''اېجنسي پرېس ټرسټ آف انډیا'' ویلي، نواز شریف د کوچني اختر په پلمه د امو یو کرېټ استولی دی.

نوموړي هندي لومړي وزیر ته دغه امونه داسې مهال استولي، چې د پاکستان او هند پر ګډه پوله د هندي امنیتي ځواکونو په نښه کول نه مني.

''پریس ټرسټ آف انډیا'' زیاتوي، نواز شریف دغه امونه نریندرا مودي ته په رسمي توګه په یوه کرېټ کې استولي دي.

وړاندې هم پر داسې مهال پاکستاني لومړي وزیر د هند لومړي وزیر ته د ډالۍ په توګه امونه استولي وو، چې پاکستان کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې وې.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هند پوځ د اختر په ورځ د کنټرول پر کرښه ډزې کړې، چې دوی دا یوه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای د همکارۍ سازمان په څنډو کې روسیه کې له هندي لومړي وزیر سره کتلي وو، چې بیا وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو له خوا ګډه خبري غونډه جوړه شوه.

هوکړه دا وه، چې د هند لومړی وزیر به د سارک سازمان د غونډې پرمهال پاکستان ته سفر کوي.

که څه هم پاکستان او هند د شانګهای د هکارۍ سازمان څارونکي وو، خو د دغه سازمان د وروستۍ غونډې پرمهال چین وویل، چې غواړي دواړه هېوادونه (هند او پاکستان) ددغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نواز شریف او نریندرا مودي ترمنځ کتنې یو ساعت وخت ونیو

هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځلې له یو بل سره جګړې کړې دي، چې دوه یې د کشمیر پر سر وې، او دا لانجه تراوسه پاتې ده او هر یو یې د خپل ځان د ملکیت ادعا کوي.

پاکستان پر هند تور پورې کوي چې ګني په طبیعي زېرمو بډایه بلوچستان ایالت کې د بېلتون غوښتونکو ملا تړي.

ورته مطالب