پیرسن فایننشل ټایمز پر نېکې شرکت پلوري

د انځور حقوق Getty
Image caption د پیرسن او نېکې تر منځ دغه تړون د ۸۴۴ مېلیون پاونډه ارزښت لري.

د بريتانيا پيرسن خپرنیزې ډلې په ډاګه کړې چې فايننشل ټايمز ګروپ د جاپان پر نېکې رسنيز شرکت پلوري.

د پیرسن او نېکې تر منځ دغه تړون د ۸۴۴ مېلیون پاونډه ارزښت لري.

د غو خبرونو له رابرسېره کېدو سره یې ونډې څه د پاسه دوه سلنه وختې.

د دوشنبې په ورځ داسې اوازې خپرې شوې چې پیرسن فایننشل ټایمز ورځپاڼه چې ۱۲۷ کاله مخینه لري، پلوري.

په یوې ویناپاڼه کې د پیرسن شرکت ویلي چې په دغه سودا کې یې د اکنامېسټ په رسنیز ګروپ کې د دوی ۵۰ سلنه ونډې نه دي شاملې.

فايننشل ټايمز ګروپ کې پينک ان، او د انوېسټرز کرونيکل، دی بنکر، منډېټ واير، مني ميډيا او نورو په ګډون د کاروبارونو يو لړ خپرونې شاملې دي.

فايننشل ټايمز ورځپاڼه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۸ کال کې خپره شوې، اوس د پيسو بدل کې د چاپ او ډيجيټل دواړو ۷۲۰ زره ګڼو وېش لري، خو ۷۰ سلنه لوست یې له وېبپاڼې کېږي.

ورته مطالب