يمن کې د هوايي بريدونو له کبله په لسګونو ولسي وګړي وژل شوي

د انځور حقوق AP

له يمن څخه راغلي راپورونه ښيي چې د دې هېواد په عدن ښار کې د سعودي پر مشرۍ ايتلافي ځواکونو هوايي بريدونه کړي.

همدا ډول د تعز په ښار کې د استوګنو پر سيمو بمباريو کې ۵۵ کسان وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د ځايي روغتون کارکوونکو او عيني شاهدانو له خولي وايي په دې بمباريو کې ۱۲۰ کسان وژل شوي دي.

د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تېره اوونۍ يمني ځواکونه چې د سعودي ايتلافي ځواکونو ملاتړ ورسره دی له حوثي ياغيانو د عدن مهمې سيمې ونيولې.

سعودي او ملګري يې د شيعه حوثې ډلې پر وړاندې جګړه کې د يمن د ولسمشر عبد ربه منصور هادې ملاتړ کوي.

د سعودي او ايتلافي ځواکونو له ملاتړ سره عبد ربه منصور هادي ته وفادارو ډلو وکولای شول د عدن مهمې برخې ونيسي.

حوثيان د زيدی شيعه ګانو ملېشې دي، چې د يمن له حکومت سره پر جګړه بوخت دي.

په لومړي سر کې حوثيانو اعلان کړی و، چې ګنې د عبد ربه منصور هادي له حکومت سره يې د ملي يووالي حکومت جوړ کړی. خو وروسته يې د حکومت او ولسمشر پر ضد پاڅون او جګړې پيل کړې.

ملګرو ملتونو د يمن پر روان وضعيت ژوره اندېښنه ښودلې او هلته د حالاتو په اړه يې اندېښنه څرګنده ګړې.