ترکیې د عراق په شمال کې د پي کي کي پر هدفونو برید کړی

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکیې د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د دغه هېواد الوتکو د عراق د شمال په غرنۍ سیمه کې د دغې ډلې د وسلو زېرمې او پټنځایونه په نښه کړي دي

د ترکیې لومړي وزیر تایید کړې، چې د عراق په شمال کې یې تېره شپه د هېواد جنګي الوتکو د کردستان کارګر ګوند (پي کي کي) پر مرکرونو بمبارۍ کړې.

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي و، چې د ترکیې جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د پي کي کي پر ۷ هدفونو بریدونه کړي دي.

د ترکیې الوتکو د قندیل پر غرنیو سیمو هم بریدونه کړي دي، چې د رپوټونو له مخې په دغې سیمه کې د پي کي کي مشران مېشت دی.

ترکیې هممهاله په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو هم هوايي بریدونه کړي.

د ترکیې د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د دغه هېواد الوتکو د عراق د شمال په غرنۍ سیمه کې د دغې ډلې د وسلو زېرمې او پټنځایونه په نښه کړي دي.

د ترکیې د پوځي ځواکونو لخوا د پي کي کي پر هدفونو په تېرو ۲ کلونو کې دا لومړني بریدونه ګڼل کېږي.

د ترکیې دولت د کردستان کارګر ګوند یوه ترهګره ډله بولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ترکیې لومړي وزیر تایید کړې، چې د عراق په شمال کې یې تېره شپه د هېواد جنګي الوتکو د کردستان کارګر ګوند (پي کي کي) پر مرکرونو بمبارۍ کړې

د پي کي کي یو ویاند په عراق کې د اسوشېټډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې دغه بریدونه کولی شي د سولې دوه اړخیزې هوکړې ته د پای ټکی کېږدي.

د ترکیې دغه عملیات وروسته له هغې تر سره کېږی، چې له سوریې سره پر ګډه پوله د سوروچ په ښار ګوټي کې د ځانمرګي برید له کبله ۳۲ کسان ووژل شول او د ترکیې پر پوله یو شمېر پولیس تر برید لاندې راغلل او وژل شول.

تېره اونۍ له سوریې سره پر پوله د ترکیې په سوېل ختیځ کې دوه پولیس په یوه برید کې ووژل شول.

دغه برید په سوروچ ښارګوټي کې چې له سوریې سره ګډه پوله لري له هغه خونړي بریده دوه ورځې وروسته ترسره شو، چې لږترلږه ۳۲ کسان پکې ووژل شول او تر ۱۰۰ ډ‌ېر نور ټپیان شول.

د سوروچ په ښارګوټي کې دغه برید د ترکیې پر خاوره د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

Image caption په ترکیه کې د خلکو له خوا لاریونونه وشول او لاریون کونکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکول

له دغه برید وروسته په ترکیه کې د خلکو له خوا لاریونونه وشول او لاریون کونکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

دوی پر حکومت تور لګاوه چې سوریه کې د اسلامي دولت په نامه ډلې پر وړاندې اړین ګامونه نه دي پورته کړي.

تر دې دمه پر ترکیې دا تور وه، چې ګواکې د سوریې سخت درېځې ډلې پر وړاندې یې نرم دریځ خپل کړی دی.

اسلامي دولت ډله د سوروچ ښارګوټي کې د وروستي ځانمرګي برید مسووله بلله شوې ده.

ورته مطالب