"د سرتېرو د کمښت له کبله د ټول هېواد دفاع نشو کولای"

د انځور حقوق SANA

د سوريې ولسمشر بشار اسد وايي پوځ يې د سرتېرو له کمښت سره مخامخ دی.

ښاغلي بشار اسد نن يکشنبې (۲۶ جولای) له يوه تلویزيون سره په خبرو کې ويلي کېدای شي امنيتي ځواکونه د مهمو سيمو د کنټرول لپاره، په ځينو ځايونو کې د ياغيانو پر وړاندې له جګړې لاس واخلي.

دی وايي د سوريې پوځ شمېر دومره نه دی، چې د ټول هېواد ساتنه وکولای شي.

بشار اسد زياته کړه "په ځينو حالاتو کې به هغه سيمې پرېږدي چې لږ مهمې دي او هغو سيمو ته پوځيان استوي چې زموږ تر ولکې لاندې دي"

داسې ښکاري دا لومړی ځل دی چې ښاغلی اسد په خپلو خبرو کې د امنيتي ځواکونو کموالي او ستونزو په اړه خبرې کوي.

د تېرې شنبې پر ورځ بشار اسد د هغو پوځيانو لپاره چې له ليکو تښتېدلي، د بښنې اعلان کړی و.

د دې فرمان پر اساس د سوريې دننه او بهر هغه په زرګونو پوځيان چې له امنيتي ليکو تښتېدلي له سزا بښل شوي دي.

په سوريه کې د روانې جګړې له کبله له ۲۳۰۰۰۰ زيات کسان وژل شوي او په سلګونو زره نور د خپلو کورنو پرېښودل ته اړ شوي دي.

د انځور حقوق EPA

د فرانسې خبري اژانس پر وينا له دغو جګړو وړاندې د سورېي پوځ شمېر درۍ لکه وو او په جګړو کې د وژل کېدو او د پوځ پرېښودو له کبله دغه شمېر اوس نيمايي پاتې دي.

دی وايي "موږ بايد روښانه کړو چې کومې سيمې مهمې دي چې په هغه کې پوځ ځای پر ځای کړو چې ټولې سيمې مو تر ولکې ونه وځي"

په لبنان کې د بي بي سي خبريال جم ميور وايي، "په تېرو څو مياشتو کې د سوريې پوځ په ځينو ځانګړو سيمو کې جنګېږي او هغو سيمو ته نشي تلی چې هلته له پوځ سره زيات مقاومت کېږي".

بشار اسد وايي، "باور لرم پوځ به له مهمو سيمو دفاع وکولای شي چې په هغو کې دمشق حمص او ساحلي سيمې راځي".

ولسمشر اسد په خپلو خبرو کې د جنګېدلو اراده ښودلې او د خبرو له لارې د لانجې حل يې ناشونې بللی.

د ۲۰۱۱ کال مارچ کې پيل شوې جګړې له کبله تر اوسه ۸۰۰۰۰ پوځي او حکومتي جنګيالي وژل شوي دي.

ورته مطالب