د ترکيې موټر بم چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ترکيې له خوا پر (پي کې کې) د هوايي بريدونو وروسته ګڼ لاريونونه شوي

ترکيي چارواکي وايي د هېواد په جنوب ختيځ کې د پوځيانو پر کاروان موټر بم چاودنه شوې چې دوه پوځيان په کې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دوي وايي پېښه د دياربکر په لايس ښار کې رامنځ ته شوې ده.

دغه بريد د ترکيې له خوا د عراق شمال کې پر کوردانو بېل غوښتونکو ډلو له هوايي بريدونو وروسته ترسره کېږي.

د شبنې پر شپه ترکيي ځواکونو د عراق شمال کې پر کورد بېل غوښتونکو هوايي بريدونه کړي وو.

دا د ۲۰۱۲ کال د سولې خبرو له پيلېدو وروسته د دې ډول لومړی بريد دی.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

تېره شنبه د ترکيې له خوا پر کوردانو له هوايي بريدونو وروسته د کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) خبرداری ورکړی چې دوه کلن اوربند به مات کړي.

تېره چهار شنبې (پي کې کې) پوځې ډلې دوه ترکي پوځيان له "اسلامي دولت" ډلې سره د همکارۍ په تور وژلي وو.

امريکا له دواړو غاړو غوښتي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي خو په دې يې زور راوړی چې ترکيه د کوردي ياغيانو پر وړاندې له خپل ځانه د دفاع حق لري.

وړاندې له سوريې سره پر پوله بل خونړۍ بريد شوی چې ۳۲ کسان په کې وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر په کې ټپيان شوي وو.

ورته مطالب