د سعودي په مشرۍ ایتلاف یمن کې ۵ ورځې اوربند اعلان کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption سعودي وايي، دا ''انساني اوربند'' یې د یکشنبې ورځې له ماښامه عملي کېدونکی دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې له حوثي یاغیانو سره پنځه ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

سعودي وايي، دا ''انساني اوربند'' یې د یکشنبې ورځې له ماښامه عملي کېدونکی دی.

د سعودي رسنیو ویلي ''دغه اوربند له دې کبله کېږي چې اړمنو کسانو ته روغتیايي او بشري مرستې ورسولې شي.''

سرچینه وايي، ایتلاف ''به د حوثیانو پرضد د هر راز اوربند ماتولو په مقابل کې د غبرګون ښودلو حق ولري.''

د ایتلاف په یوه خبرپاڼه کې راغلي ''که چېرې حوثي ملېشې او د هغوی ملاتړي ځواکونه کوم ډول اعمال یا پوځي خوځښتونه پیل کړي، نو دوی به یې ځواب ورکړي، خو د هوا او سمندر له لارې به د دوی څارنه دوام ولري.''

د انځور حقوق Reuters

دا اعلان وروسته تر هغه شوی، چې د یمن پلازمېنه صنعاء او د استوګنې په نورو سیمو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو رپوتونه ورکړل شوي.

رویټرز خبري آژانس ویلي، په یمن کې د ملګرو ملتونو استازي اسماعیل ولد شیخ احمد ریاض ته خوځېدلی، چې له یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي سره سلا مشوره وکړي.

ملګرو ملتونو د روانې میاشتې لومړیو کې د یوې اونۍ لپاره د بشري اوربند اعلان وکړ، خو نړیوال ایتلاف وویل، چې دا اوربند د ولسمشر منصور هادي په غوښتنه نه دی شوی.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP

ورته مطالب